1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شمال کې د طالبانو تر کنترول لاندي سيمو کې د خلکو ژوند

محمد کریم صالح
۱۴۰۰ مرداد ۷, پنجشنبه

په شمال کې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو يو شمیر اوسیدونکي وايي چې طالبانو پرې د ژوند شرایط سخت کړي دي. طالبانو په وروستیو کې د افغانستان ډيرې ولسوالۍ نيولې او امنيتي چارواکي بیا د ځينو ولسوالیو د بیرته نیولو خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/3y7Cx
Afghanistan Balkh Char Bolak
د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ بازار چې اوس د طالبانو په ولکه کې دیانځور: Omid Khan

د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ مرکز، له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په ولکه کې دی. د دغې ولسوالۍ اوسیدونکی امیدخان دویچه ویله ته وویل: «د طالبانو له راتلو سره پر خلکو باندې یو لړ شرایط وضع کړي چې خلک ورڅخه ناخوښه دي.» هغه وايي طالبان له خلکو ماليه او عشرونه ټولوي او نارینه و ته د ږيرې پريښودلو سپارښتنه کوي.

امیدخان زیاتوي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې پخوا دوو سیمه ایزو راډیوګانو فعالیت درلود چې د طالبانو په راتلو سره غیرفعال شوي دي. نوموړی زیاتوي پخوا د ولسوالۍ په بازار کې هوټلونو او د شيريخ په دوکانونو کې موزیک غږیدې خو طالبانو اوس دا هر څه بند کړي دي: «که په یو هوټل کې د واده مراسم ترسره کیږي، نو ساز او سرود به پکې نه وي.»

د هغه په خبره پخوا په چهاربولک ولسوالۍ کې د انګلیسي کورسونه ول چې د طالبانو په راتلو سره تړل شوي دي، خو هغه وايي، «نه پوهیږم چې دغه کورسونه د طالبانو په امر تړل شوي یا په خپله د کورس استادانو تړلي.»

Afghanistan Flüchtlinge
په کندز ولایت کې د جګړې لومړۍ کرښه د ښار څنډو ته رسيدلې او ډيری کورنۍ امن سیمو ته پناه وړې دهانځور: picture-alliance/dpa/J. Kargar

اميد چې د خپلې سيمې په اړه ډيرې نوې کيسې لري زیاتوي چې، په چهاربولک ولسوالۍ کې ښوونځي فعال دي خو په طالبانو کې ځينې داسې کسان شته چې ځوانان د ښوونځيو پر ځای مدرسو ته تشویقوی. هغه وویل چې طالبانو په ښوونځيو کې د افغانستان حکومت د تعلیمي نصاب «فرهنګ اسلامي» مضمون لغوه کړی او پر ځای يې د «ثقافت اسلامي او دینیات اسلامي یا د قران تفسیر» مضمونونه ورزیات کړي دي. نوموړي دغه راز وویل چې طالبان ښځينه ښوونکو ته د تدریس اجازه ورکړې خو داسې ویل کیږی چې نجونې تر ۱۵ کلنۍ وروسته نور نه پريږيدي چې خپل تعلیم ته ادامه ورکړي.

د طالبانو په اړه د سیمې د اوسیدونکو نظرونه مختلف دي. دوی په دې باور دي، هغه خلک چې له پخوا يې طالبانو ته میلان درلود خوښ دي، خو په مجموع کې عام خلک له دغه ناڅرګند حالت څخه ناخوښ دي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې د طالبانو د یو تازه امر پر اساس اوس په دغې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې يوازې د سهار له ۷ بجو د ماسپيښین تر یوې بجې پورې د فعالیت اجازه لري او دغه کار خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. امید خان په دې اړه وويل: «که چیرته څوک د جنازې مراسم ولري نو د خپلو خپلوانو د خبرولو له پاره کلیو او آن ولسواليو ته په موټرسیکلونو ورځي.»

په افغانستان کې څرنګه چې حکومت خلکو ته د بیان آزادۍ حق ورکړی او خلک پر حکومت آزادنه نیوکې کوي، د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د دغې ډلې له خوا داسې څه نشته. د سیمې یو تن بل اوسیدونکي زلمي نوري دویچه ویله ته وویل چې دوی حتی په ټولنیزو رسنیو کې هم په ډير احتیاط مطالب خپروي او هڅه کوي د داسې مطالبو له خپرولو ډډه وکړي چې له طالبانو سره په ټکر کې وي.

Afghanistan Balkh Char Bolak
د چهاربولک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې طالبانو پر خلکو یو لړ قوانين وضع کړي لکه د ساز او سرود بندولانځور: Omid Khan

زلمي نوري وويل: «ما څو ورځې مخکې له يوه حکومتي چارواکي سره يو اخیستلی عکس پر فیسبوک خپور کړی وو طالبانو د هغه په خاطر ماته څو ځله اخطارونه راکړل.» هغه وايي چې اوس له طالبانو پټ ګرځي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې د ولسوالۍ کلنیک فعال دي، خو طالبانو امر کړی چې قابلې دې پکې يوازې د ورځې لخوا کار کوي او شپې يې د هغوی پر نوکریوالۍ باندې بندیز لګولی دی. دغه اوسیدونکي وايي چې معارف او د عامې روغتيا ادارې د پخوا په څير فعالې دي، معاشونه او اکمالات يې هم تر یو حده حکومت له خوا کیږي خو مدیریت يې طالبان کوي.

د بلخ ولایت د عامې روغتيا رئيس، ډاکټر ګل احمد ایوبي هم د خلکو دغه خبرې تائیدوي. هغه دویچه ویله ته وويل: «موږ د خپلو خدماتو په وړاندې کولو کې تر اوسه هيڅ ډول ستونزه نه لرو.» هغه زیاتوي: «طالبان زموږ پرسونل ته کوم مزاحمت نه کوي. قابلې د امنيتي لحاظه شپې نوکريوالي نه کوي خو که چیرته ضرورت شي کورنه یې نژدې دي کلینک ته راغوښتل کیږي.»

د بلخ امنيتي چارواکي وايي چې د سیمو د بیرته نیولو له پاره د دوی هڅې ادامه لري چې په دې لړ کې يې تیره ورځ د بلخ کلدار ولسوالۍ بیرته له طالبانو څخه نیولې ده. د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل د سه شنبې په ورځ دویچه ویله ته وويل: «د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ تیره ورځ ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې د افغان امنيتي او دفاع ځواکونو لاس ته ولويده.» عادل شاه وویل چې اوس په دغې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه میشت دي او هڅي ادامه لري.

Afghanistan Anschlag Taliban Masar-e Scharif
د بلخ پولیس وايي چې تازه يې د دغه ولایت کلدار ولسوالۍ له طالبانو بیرته نيولې او اوس په کې افغان ځواکونه میشت ديانځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/K. Basharat

په شمال کې بل تر ټولو ناامن ولایت کندز دی. طالبانو په دغه ولایت کې د جګړې لومړۍ کرښه آن د ښار ځينو څنډو ته ورنژدې کړې ده او وخت ناوخت د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې رامنځ کیږي. د جګړو له سیمو څخه ډيرې کورنۍ د کندز مرکز او یا نورو امن سیمو ته تللی دي. بيځايه شوې کورنۍ تر ډيره د خپلو خپلوانو او یا هم په موقتی کرايي کورنو کې ژوند کوي.

د کندز ښار اوسیدونکي صابر مومند دویچه ویله ته وويل: «تقریباً یوه نیمه میاشت کيږي چې ۹ کورنۍ زموږ په کور کې اوسیږي.» هغه وويل چې د ښار په نورو کورونو کې همداسې بيځایه شوی خلک پراته دي خو دومره نه. ډيری ځایي اوسیدونکي د امنيتي دلایلو له مخې نه غواړي څه ووايي. 

طالبانو د می میاشتې له لومړۍ چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې يوازې په نهو شمالي ولایتونو کې ډير شمیر ولسوالۍ ونيولې. د بدخشان ولایت اوسیدونکی سمیع الله سیحون وايي د بدخشان په ټولو هغو ولسواليو او سیمو کې چې تازه طالبانو نیولي حکومتی ادارې غیرفعالې او عامه خدمات په ټپه دريدلې دي. سیحون وويل: «یوازې د روغتيا په برخه کې ښځينه او نارینه کارکوونکي کار کولی شي»، او طالبان د پاتې نورو موسساتو ښځينه کارکوونکو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر یوناما په خپل تازه رپوټ کې ويلي دی چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د ملکیانو په مرګ ژوبله کې د تیرکال همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه لوړوالی راغلی دی. دغه سازمان ويلی کې چيرته جګړه همداسې روانه وي دغه تلفات به نور هم لوړ شي. يوناما پر طالبانو او افغان رهبرانو غږ کړی چې د جګړې پر ځای د مذاکراتو میز ته کيني.

محمد کریم صالح/ن.ز.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال