1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شينډنډ کي د 90 تنو عامو وګړو د وژلو په هکله ګډه پلټنه

۱۳۸۷ شهریور ۱۰, یکشنبه

د ناټو يو لوړ پوړی مقام وايي چي، د امريکامتحده ايالاتو په مشرۍ نړيوال ايتلاف، د افغان حکومت او ملګري ملتونه به د افغانستان په لويديځ کي د هغي پيښي په هکله په ګده پلټنه وکړي

https://p.dw.com/p/F82X
د ايساف ځواکونو قومندان
د ايساف ځواکونو قومندانانځور: AP

د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف ادعا کوي چي د اګست پر دوه ويشتمه، د غه ځواکونو د هرات د عزيز آباد پر کلي باندي په هوايي بريد کي25 وسلوال طالبان ووژل.

د حملې په هکله د ټولواړخونو له خوا وړاندي سوي شواهد کمزوري ګڼل سوي دي. خو د افغانستان د حکومت او د ملګرو ملتو له خوا د 90 ولسي وګړو د وژل کيدوادعا د جمهور رييس حامد کرزي او د هغه د لويديځو پلويانو تر مينځ نوي شخړي رابرسيره کړي دي.

د ناټو تر مشرۍ لاندي د ځواکونومشر وياند، بريد جنرال ريچارد بلانچيت،د شنبې په روځ وويل چي. د افغانستان حکومت، د امريکا په مشرۍ ايتلاف او ملګرو ملتو موافقه وکړه چي په دې برخه کي په ګده په يوه پلټنه لاس پوري کړي.

په افغانستان کي دا اول وار ندی چي ړندې بمبارۍ کيږي
په افغانستان کي دا اول وار ندی چي ړندې بمبارۍ کيږيانځور: AP

ددې پلټني غوښتنه په افغانستان کي د ناټو ترمشرۍ لاندي د نړيوال امنيتي ځواک آيساف، قوماندان جنرال داويد ميک کيرنان،وکړه.

د ايتلافي ځواکونو وياند جنرال بلانچيت،د جنرال ميک کيرنان غوښتني ته په اشارې سره وويل چي د افغانستان حکومت او ملګروملتونودغه وړانديز منلۍ دی.

د ملګرو ملتو يوه وياند د دې خبري پخلی وکړی چي په افغانستان کي د هغه سازمان ځانګړي استازي،کاي آيدي، د شنبې په روځ له جنرال ميک کيرنان، سره خبري وکړې او وويل چي ملګري ملتونه هم چمتو دي چي د شينډنډ د پيښي په هکله په ګده پلټنه وکړي.

د ملګرو ملتو وياند،عليم صديق، د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل:« مهمه خبره داده چي حقيقت پيداسي، چي څه پېښ سوي دي».

ملګرو ملتو ويلي دي چي د هغه ټيم « قانع کونکي شواهد» تر لاسه کړي دي چي د اګست پر22 په شينډنډکي په يوه حمله کي څه د پاسه 90 ولسي وګړي ووژل سول چي 60 يې ماشومان ول.

د افغانستان دجمهوررييس لخواټاکل سوی کمېسيون هم وايي چي د هغو مرکو د مخه چي دسيمي دخلګوسره سوي دي، د وژل سوکسانودشمير په هکله هيڅ شک نه سته. کله چي د حکومت د پلټني کمېسيون سيمي ته ورسيدۍ، مړي دمخه ښخ کړل سوي وه.

په افغانستان کي بمبارد سوي ځایونه
په افغانستان کي بمبارد سوي ځایونهانځور: AP

په رپوټ کي، د امريکايي چارواکو له قوله ويل سوي چي داسي عيني شواهد په لاس کي نسته چي د هغه کمېسيون پر څيړنو باندي دي شاهدي ورکړي.

د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کي چي دکابل څخه يې خپورکړی وايي، که چيري ثابته سي چي د نړيوال ايتلاف په مشرۍ 90 ولسي وګړي وژل سوي دي،دا به د 2001 کال څخه را په دې خوا کله چي نړيوال ځواکونه افغانستان ته ورسيدل او د طالبانو رژيم يې نسکوره کړی، د ولسي وګړو لوړ شمير وي چي د دغو ځواکونو په حملو کي وژل کيږي.

د امريکاپه مشرۍ د نړيوال ايتلاف وياند،جنرال بلانچيت وويل:«موږ په دې برخه کي ملاحظي لرو»، هغه زياته کړه، کيدای سي چي طالبانو د دغي پيښي څخه وروسته هڅه کړې وي چي د معلوماتوڅخه پخپله ګته کار اخيستی وي ترڅو نړيوال سرتيري بدنامه کړي.

يوکاناډايي جنرال هم وايي چي دغه شخړه ايزعمليات پر ځای ؤ، ځکه د هغو هدف د ښورښيانو هغه يو قوماندان په نښه کړی ؤ چي د کاناډايي جنرال د وينا له مخه، « د ډيرو ډيرو وژلو» مسوول ګڼل سوی.