1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په صربستان کې ډیر بند پاتې مهاجر افغانان دي

۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعه

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د شمیرو له مخې په صربستان کې میشت تر ۴۰ سلنه ډیر مهاجر افغانان دي. په دې هیواد کې شاوخوا۳۰۰۰ مهاجر ژوند کوي چې غواړي نورو هیوادونو ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/3Pvn9
Serbien Afghanische Migranten sitzen fest ohne Perspektive
انځور: DW/Naser Ahmadi

د بالکان پر لاره پروت هیواد صربستان اوس مهال د شاوخوا ۳۰۰۰ مهاجرو کوربه دی. د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیساري په حواله په دې هیواد کې د میشتو مهاجرو له ډلې څخه ۴۲ سلنه یې افغانان دي. د دې سازمان په حوال د صربستان د «کرن یاچا» په کمپ کې ۲۵۰ مهاجر میشت دي چې ډیری یې تر ۱۸ کلونو کم عمر لري.

عبدالله یوسفي د افغانستان تبعه دی چې له خپلې میرمنې او څلورو ماشومانو سره په دې کمپ کې ژوند کوي. هغه وایي: «له دوو نيمو کلونو راهیسې په صربستان کې ژوند کوو. درې میاشتې کیږي چې دې کمپ ته راغلي یوو. ماشوم مې د زړه د سوري ناروغي لري او غواړم درملنه یې وشي.»

یوسفي زیاتوي: «موږ غواړو آلمان ته ولاړ شو چې د ماشومانو راتلونکې مې ښه شي. خو له دې کبله چې پیسې نه لرو، دلته بې سرنوشته پاتې یوو.»

په دې کمپ کې میشت ډیر مهاجر ځوانان او تنکي ځوانان دي. شریفه یوسفي، یوه بله افغانه مهاجره وایي: «ډیر ستونزي لرو. دا ځای د هغو کسانو له پاره چې ماشومان لري، امن نه دی.»

په صربستان کې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیساري مسئول هنس فریدریش شودر، وايي چې قاچاق وړونکي او یو شمیر مجرمین د کمپ د اوسیدونکو او په ځانګړې توګه تر ۱۸ کلونو کم اوسیدونکو په منځ کې نفوذ لري چې دا موضوع د ستونزو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.

Serbien Afghanische Migranten sitzen fest ohne Perspektive
مهاجر په صربستان کې پناه ورکولی شي، خو هغوی غواړې چې د اروپايي ټولنې نورو غړو هیوادونو ته ځانونه ورسوي.انځور: DW/Naser Ahmadi

شودر زیاتوي: «موږ هڅه کوو چې د امکان تر حده پورې ښه فضا رامنځ ته کړو. د صربستان له حکومت سره په ګډه د پنځو محلونو ملاتړ کوو چې پکې د ماشومانو امنیت تامین شي. خو یو شمیر تر اتلس کلونو کم مهاجر غواړي له ډیر سن لرونکو کسانو او قاچاق وړونکو سره په تماس کې ووسي. دوی ځان په خطر کې اچوي.»

د رسنیو د رپوټونو په حواله په روان کال کې په صربستان کې دوه افغان مهاجر وژل شوي دي: یو بلګراد ته نزدې او بل بیا د «کرن یاچا» کمپ بهر وژل شوی دی. د صربستان رسنیو لیکلي دي چې دغه کسان د مهاجرو د دوو ډلو د نښتو په پایله کې وژل شوي.

صربي چارواکي ټینګار کوي چې د مهاجرو د کمپونو د امنیت ټینګولو په هڅه کې دي. د صربستان د مهاجرو د چارو کمیساري مرستیاله سویتلانا ویلیمیزوویچ، له «انفو مایګرانتس»  سره په خبرو کې وویل: «دغه دوې پیښه له کمپونو بهر رامنځ ته شوي دي. هغه مهاجر چې په کمپونو کې اوسیږي خوندي دي.»

که څه هم په صربستان کې میشت مهاجر کولی شي په همدې هیواد کې د پناه غوښتنه ورکړي، خو د هغوی له ډلې څخه ډیری یې غواړي ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته ورسوي.

صربستان له هنګري او کرواسیا سره پولې لري. هنګري له دې هیواد سره خپل سرحد تړلی او په ورځ کې یوازې یوه مهاجر ته د تیریدو اجازه ورکوي. کرواسیا هم بیا مهاجر بیرته صربستان ته استوي. له همدې کبله اوس په صربستان کې میشت مهاجر په بې سرنوشتي کې وخت تیروي.

(ms/nz (infomigrants