1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په صنعا کي ځانمرگي بريد سخته مرگ ژوبله اړولې ده

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۷, چهارشنبه

د يمن په پلازمېنه صنعا کي د پوليسو پر اکاډمۍ باندي په ځانمرگي بريد کي سخته مرگ ژوبله اوښتې ده. تر اوسه پوري کوم کس يا ډلي د دغه بريد مسئوليت پرغاړه اخيستی نه دئ.

https://p.dw.com/p/1EG0g
انځور: Reuters/K. Abdullah

د يمن د امنيتي چارواکو په حواله لومړي راپورونه وايي، چي په صنعا ښار کي د پوليسو د اکاډمۍ مخ ته د يوه موټر بم په چاودنه کي نزدې ۱۵ انسانان وژل سوي او تر ۴۰ زيات نور ټپيان دي.

پيښه په داسي حال کي رامنځ ته سوې ده، چي د پوليسو اکاډمۍ مخي ته زيات کسان د دې له پاره راټول سوي ول، چي وگوري پوليسو ته د جلب و جذب شرايط څه ډول دي.

د پيښي په سيمه کي عيني شاهدانو ليدلي دي چي څومره ډېر مړي پراته ول او امبولانسونو روغتونونو ته لېږدول. دوی ويلي دي چي ټپيان په شماره ول.

تر اوسه پوري د دغي پيښي مسئوليت چا پر غاړه اخيستی نه دی.

په ۲۰۱۲م کال کي د عبدالله صالح تر ليري کېدو وروسته له هغه راهيسي په دغه هيواد کي تاوتريخوالی او سياسي ناآرامۍ رامنځ ته سوي دي.

د عبدالله صالح د واکنۍ پرمهال د دغه هيواد شيعه وگړو له تبعيض څخه شکايت کاوه. د حوثي قبيلې شيعه گانو د تيرکال په شروع کي خپل اعتراضونه پيل کړل او تر اوسه ئې د دغه هيواد په مرکز او لوېديځ کي د خپلو فعاليتونو لمن غځولې ده.

د دوی غوښته د يمن په سياسي سرنويشت کي د ډيري ونډي ورکول ده. د يمن له حوثي شيعه گانو سره ايران ملاتړی دی. دوی د ۲۰۱۴م کال په دوبي کي په دې بريالي سول چي د صنعا په يو شمېر سيمو تسلط ولري.

په صنعا کي د حوثي شيعه گانو حضور او په سياست کي د هغوی ونډه د سني مسلمانانو او القاعدې تروريستي شبکې له سخت مقاومت سره مخامخ سوي دي.