1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په طرابلس کي د روسيې پر سفارت باندي يرغل سوی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۱۱, پنجشنبه

په ليبيا کي د روسيې سفارت ساتونکو د يوه شپېته کسيز وسله وال يرغل مخه نيولې ده. روسيې ويلي دي چي د سفارت يو کارکونکی يې هم نه ده ټپي سوی. دغه يرغل کېدای سي د يوه مرموز قتل په وړاندی د غبرگون په توګه ترسره سوی وي.

https://p.dw.com/p/19t9k
انځور: Ahmad Al-Ruby/AFP/Getty Images

د ليبيا چارواکو ويلي دي چي يوې شپېته کسيزي وسله والي ډلي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۲) په طرابلس کي د روسيې پر سفارت باندي يرغل وکړ، خو د سفارت د ساتونکي ځواک له خوا پر شا وتمبول سول.

نړيوالو آژانسونو د ليبيا د ډيپلوماتو په حواله ويلي دي چي قهرېدلو يرغل کوونکو د يوه ليبيايي پيلوټ د وژني په خاطر دغه کار ترسره کړی دی. ويل کيږي چي يو ليبيايي پيلوټ د يوې روسۍ له خوا وژل سوی دی. د دغه پيلوټ د وژني دليل چي دوې ورځي تر مخه د طرابلس په شاوخوا کي وژل سوی دی تراوسه معلوم نه دی.

ديپلوماتیکو سرچينو ويلي دي چي امنيتي ځواک د ډزو په مرسته وکولای سوای چي د سفارت محوطې ته ور ننوتي قهرېدلي خلک سره وپاشي. يرغل کوونکي توانېدلي ول چي سفارت ته ورننوځي. ويل کيږي چي د سفارت بيرغ راکښته سوی دی او خپله سفارت خالي سوی دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندي ماريا زاخاروف، په مسکو کي «اخو مسکوۍ» راديو ته ويلي دی چي د دوی د معلوماتو له مخي د سفارت کارکوونکو ته تاوان نه دی رسېدلی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يو بل وياند الکساندر لوکاشويچ، د روسيې له دولتي تلويزيون سره په خبرو کي ويلي دي چي يرغل پرشا تمبول سوی دی. هغه وويل: «په طرابلس کي ډزی سوي دي او د روسيې سفارت ته د وسله والو د ورننوتلو تلاش سوی دی.»

خو اسوشېتد پريس خبري آژانس بيا د يوه ليبيايي چارواکي په حواله وايي چي يرغل کوونکي له درو اړخونو څخه پر سفارت باندي يرغل کړی وو او پرديوالونو باندي ور پورته سوي ول هوايي ډزی يې کول او د سفارت اوسپنيزه دروازه يې خرابه کړې ده. د دغه چارواکي په حواله پنځه تنه ټپيان سوي هم دي.

تيرکال د امريکا پر سفارت باندي يرغل

تيرکال د سپتمبر پر ۱۱ نېټې د القاعدې د تروريستي شبکې جنگياليو د ليبيا په بنغازي ښار کي د امریکا متحده ايالاتونو پرسفارت باندي يرغل وکړ او د سفير کريستوفر استيونز په گډون يې څلور تنه ووژل.

په ليبيا کي د معمرالقذافي د واکمني تر ړنگېدو وروسته په دغه هيواد کي د يوه قوی دولت د نه شتون له امله هدفي وژني ډيري سوي دي.