1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کي تر ابوغريب بدتر زندان سته

۱۳۸۷ مرداد ۱۸, جمعه

يو امريکايي عسکر د سي ان ان ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کي ويلي:«دلته هيڅوک نه غواړي چي پاته سي» مقصد يې په عراق کي د امريکايانو هغه زندانونه دي چي

https://p.dw.com/p/Et0K
د ابوغريب په زندان کي يو بندي د شکنجې پر مهال
د ابوغريب په زندان کي يو بندي د شکنجې پر مهالانځور: AP

بنديان پکښي ساتل کيږي.هغه نه يوازي د ابو غريب په نامه مشهور زندان يادوي چي نوم يې د عراق د جگړې په تاريخ کي په شکنجو او ناخوالو پوري تړلی دی، بلکي يو بل زندان يادوي چي په غرفو کي يې تر اوسه پوري تقريبا شل زره انسانان ناست دي. البته که هغوی د زندان د ساتونکو په وړاندي ښه رويه وکړي.کنه نو هغوی بايد د segregation box په نامه د انسانانو د بيلولو پنجرې ته ورسي.

د بشر د حقوقو فعالينو دوه کاله دمخه په زندانونو کي د امريکا د دفاع د وزارت څخه د دغه راز ناوړه سزاگانو سپيناوی وغوښت. هغوی د معلوماتو د آزادۍ په نامه پر يو قانون باندي تکيه وکړه چي د متحده آيالتونو اتباعو ته د دولت د اسنادو د کتني اجازه ورکوي.

اوس د امريکا د دفاع وزارت دې ته مجبور سوی دی چي د دغو پنجرو تور او سپين عکسونه خپاره کړي، که څه هم چي تر ټولو بدتره پنجرې پکښي نه دي راغلي. سي ان ان يوازې هغه د لرگو څخه جوړي سوي لويې پنجرې وښودې په کومو کي چي هغه زندانيان تر دولسو ساعتو پوري د لمر وړانگو او تودوخي ته ودريږي چي خپل زور يې پر ساتونکو باندي ازمايلی وي.

د عراق د ابو غريب په زندان کي يوتن بندي د تحقيقاتو پر مهال
د عراق د ابو غريب په زندان کي يوتن بندي د تحقيقاتو پر مهالانځور: AP

تر ټولو کوچنۍ پنجرې د راپورونو له مخه يوازي نوي ضرب نوي سانتي متر سور لري. يعني بنديان پکښي سم نه سي کښېنستلای. او هغه يو متر اتيا جګي دي چي په ونه جگ زندانيان پکښي سم دريدلای هم نه سي. تر ټولو بدرنگه اصطلاح يعني شکنجه په دغو رپوټونوکي نه ده ذکر سوې او د هيومان رايټس واچ يا د بشر د حقوقو د څارني د ډلي غړې مېرمن جينېفر داسکل، هم څني ډډه کوي. خو هغه بيا هم په عراق کي د امريکا د متحده آيالتونو د بنديانو پر وضعيت باندي نيوکي کوي او اندېښمنه ده. دا وايي:«کيدای سي چي خلګ د لوړي تودوخي سره سره دغو پنجرو ته ورداخل کړای سي. په دې پوهيدل اړين دي چي آيا خوراک او څښاک هم ورکول کېږي،که څنگه».

د امريکاپوځ پر دې خبره ټينگار کوي چي بنديانو ته اوبه ورکول کيږي. هغه بنديان چي په پنجرو کي ولاړ وي د نورو زندانيانو په پرتله ورته ډيره توجه کيږي. په پنځه لس دقيقو کي يو ځل کوم څوک ورپسي گوري. ځکه نو کومه ناوړه پېښه نه سي رامنځته کيدای او د امريکايانو په وينا تر اوسه پوري څه نه دي پېښ سوي.

يو امريکايي صاحب منصب وايي چي په پنجرو کي تر اوسه پوري هيڅوک نه ناجوړه سوي او نه مړه سوي دي. د دفاع د وزارت وياند جورج موريل په واشنگټن کي د زندانونو مساله هومره جدي نه بولي. د هغه نظريه دا ده چي ابو غريب د پرون خبره ده. په زندانونو کي وضع ښه سوې ده او دغه سيستم سم کار کوي، چي موږ هغه خلک نيسو چي د عراق دپاره خطر پيښوي. موږ يې هلته بندي کوو، بيا ټولنيز چال چلند ورښييو او په په سلو کي 99 يې بيرته خوشي کوو.