1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کي د امريکا تېروتني

مسعود جهش/ بنيامين۱۳۹۲ دی ۱۸, چهارشنبه

په عراق کې د القاعدې د بیا قوي کیدو لوی لامل د حکومت له خوا د سنیانو ځپل دي. پر دې سربیره له دې هیواد څخه د امریکایي ځواکونو وتل او دیپلوماتیکه ناکامي د فرقه يي نښتو د رامنځته کیدو بل لوی عامل دی.

https://p.dw.com/p/1Amyp
انځور: Sadam el-Mehmedy/AFP/Getty Images

کله چې د ۲۰۱۱ کال په پای کې وروستي امریکايي عسکر له عراق څخه ووتل، ډیر امریکایان په دې باور ول چې په دې هیواد کې د هغوی جگړه پای ته رسیدلې ده. خو په تیرو اوونیو کې په عراق کې رامنځته شوي پېښي ښيي چې له دغه هيواد څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

په اصل کې ډیرو رسنیو په عراق کې په القاعدې پوري د تړلو کوچنيو ډلو وروستي فعالیتونه په دې هیواد کې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې له قومي شخړو سره پرتله کړي دي. هغه مهال امریکايي ځواکونو او پیسو یې د یوې کورنۍ جگړې د رامنځته کیدو مخه ونیوله. ډیرو کسانو اندیښنه لرله چې د عراق د هغه مهال شخړي کیدای شوای چې د سنیانو او شعیه گانو تر منځ په یوې مذهبي کورنۍ جگړې باندي واوړي.

کله چې په ۲۰۱۱مېلادي کال کي امریکايي ځواکونه له عراق څخه ووتل، دغه مذهبي او قومي شخړې لا حل شوي نه وې. په عراق کې د تیري اوونۍ تاوتریخوالی تر هغه وروسته رامنځته شو چې د دې هیواد لومړي وزیر نوري المالکي، پریکړه وکړه چې په الانبار کې د اعتراض کوونکو یو کمپ له منځه یوسي.

د المالکي شعیه حکومت په تیرو کلونو کې د عراق پر سنیانو باندي فشارونه ډیر کړي دي. سنیان چې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین، د واکمنۍ پر مهال يې د دغه هیواد چاري په لاس کي وې، د حکومت پر دغه دریځ سخت په غوسه دي. ډیر شمیر کارپوهان په دې اند دي چې د سنیانو پر وړاندي د المالکي د حکومت سخت دریځ د دې لامل شوی دی چې ډیر سنیان له یاغي ډلو سره یو ځای شي او په دې ترتیب سره د «عراق او شام اسلامي دولت» یا (ISIL) ډله چې له القاعدې سره هم اړیکې لري، پیاوړې شي. ویل کیږي چې دغه ډله د سوریې په شخړه کې هم ښکیله ده.

د فلوجې یادونه

د فلوجې ښار يوه برخه
د فلوجې ښار يوه برخهانځور: Ali Al-Saadi/AFP/Getty Images

فلوجه په خاصه توگه داسې یو ځای دی چې د ډیرو امریکایي سرتیرو له پاره ناوړه یادونه لري. د عراق په جگړه کې ټول ټال ۴۴۸۶ امریکايي سرتیري وژل شوي دي. د دغو سرتیرو درې پر څلورمه برخه په الانبار ولايت کې وژل شوي دي. په دې ښار کې د امریکایي ځواکونو او یاغیانو تر منځ ډیري سختي نښتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز مشاور انتوني کوردسمن، چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو، دفاع وزارتونو او همداراز د دغه هیواد د استخباراتي سازمانونو مشارور وو، وايي چې رسنیو پر فلوجې باندي ډیر تمرکز کړی دی. هغه وایي: «زه فکر کوم چې تاسو به د امریکا په پوځ کې داسې کوم پوځي پیدا نه کړئ چې فلوجې ته دي د یوه سمبول په سترگه نه وگوري. خو کله چې تاسو د امریکا د سیاست په اړه خبري کوئ، دغه سیاست یوازي فلوجې ته محدود نه دی، بلکې په پراخه کچه د القاعدې پر اغیزې باندې تمرکز کوي.»

«دا د هغوی جگړه ده»

د یکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایلاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د عراق د وروستیو تاوتریوالي په اړه خبرې وکړې. هغه په کلکه هغه خبره چې امریکایي ځواکونه به د المالکي د حکومت د ملاتړ له پاره عراق ته ولاړ شي، رد کړه. هغه وویل: «موږ په هیڅ صورت [عراق ته] د بیرته تګ په اړه فکر نه کوو. دا د هغوی خپله جگړه ده.»

بارک اوباما د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توگه تر ټاکل کیدو مخکې هم د عراق جگړې پر خلاف وو. کله چې هغه د ولسمشر په توگه وټاکل شو، نو په خپلو لومړيتوبونو کي يې له عراق څخه د خپلو سرتیرو راایستل ول. جمهوري غوښتونکي هم اوس پر اوباما باندې د هغه د عراق د سیاست په اړه سختې نیوکې کړې دي. د هغو امریکایي جمهوري غوښتونکو سناتورانو په ډله کې چې د اوباما د عراق پر پالیسي باندې سختې نیوکې کوي جان مک کین او لیندزي گراهام، شامل دي.

د دغو دواړو سناتورانو له خوا په یوه گډه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «په داسې حال کې چې د دغه ناورین په رامنځته کیدو کې ډیر عراقیان هم مسوول دي، خو [د اوباما] اداره کولای نه شي چې له خپلې گناه څخه انکار وکړي.» په بیانیه کې زیاته شوې ده: «کله چې ولسمشر اوباما پریکړه وکړه چې له عراق څخه ټول امریکایي ځواکونه راوباسي، که څه هم پر دې پریکړې باندي ډیر شمیر پوځي قوماندانو نیوکه کړې وه. زموږ له ډلې څخه ډیر شمیر کسانو داسې وړاند وینه وکړه چې د امریکايي ځواکونو د وتلو له کبله رامنځته شوې خلا به د امریکا د دښمنانو له خوا ډکه شي. په خواشینۍ سره واقعیت اوس تر بل هر وخت روښانه دی.»

د مک کین او لیندزي له خوا په خپره شوې بیانیه کې زیاته شوې ده: «هغه څه چې تر دې هم خواشینوونکي دي هغه په زرونو امریکايان چې په فلوجه کې جنګیدلي او هلته يې خپلې وینې توی کړي دي او ملګري یې له لاسه وکړي دي، څو فلوجې او عراق ته سوله راولي اوس په دې فکر کې دي چې هغوی ولې قربانۍ ورکړي دي.»

د عراق لومړی وزير نوري المالکي
د عراق لومړی وزير نوري المالکيانځور: Getty Images

په ناکامه ماموریت کې ناکامه دیپلوماسي

هغه څه چې د سناتورانو په بیانيه کي روښانه دي دا دي چې د اوباما ادارې غوښتل چې په عراق کې خپل سرتیري وساتي خو کله چې د دې هیواد حکومت عراقي ځواکونو ته قضایي مصونیت ور نه کړ نو واشنګټن له عراق څخه د خپلو ټولو ځواکونو د راایستلو پریکړه وکړه.

د بهرنیو اړیکو له شورا څخه ستیفن بایدل، وایي چې امریکا باید په عراق کې یو شمیر سرتیري ساتلي وای. دغه کارپوه زیاتوي چې امریکا د المالکي په کارونو کې مداخله و نه کړه او المالکي هم په خپل ګټه او امریکا، لویدیځې نړۍ او عراق په تاوان پریکړي وکړې.

کارپوهان په دې نظر دي چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ مېلادي کلونو کې پر عراق باندي دیپلوماتیک فشارونه د دې لامل کیدای شوای چې په دې هیواد کې د رامنځته شویو تاوتریخوالو مخه نیول شوې وای.