1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کي د ايران رول

دويچه ويله احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ شهریور ۲۲, شنبه

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له يوه دولتي تلويزيٍون سره په مرکه کي ويلي دي چي «اسلامي دولت» ډله د ټول منځني ختيځ له پاره يو ګواښ دی. ظريف زياته کړې ده چي د عراق له نوي حکومت سره بايد مرسته وسي.

https://p.dw.com/p/1DBqB
انځور: Reuters/Azad Lashkari

ظريف په دغه مرکه کي پر دې باندي ټينګار وکړ چي د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد بايد نړيواله همکاري رامنځ ته سي. ظريف د «اسلامي دولت» ډلي د ځپلو په خاطر د امريکا او ايران تر منځ د همکارۍ امکان په ښکاره توګه رد نه کړ.

په داسي حال کي چي د امريکا متحد ايالات د اسلامي دولت ډلي پر ضد په سيمه ييزو همکارو هيوادونو پسي تلاښ کوي، د ايران د بهرنيو چارو د وزير مرکه تصادف نه دی.

د کاناډا په شاهي حربي پوهنتون کي د سياسياتو استاد پروفيسور هوشنګ حسن ياري وايي چي باراک اوباما د اسلامي دولت پر ضد مبارزه کي له ايران سره د امريکا د همکارۍ خبره نه کوي، خو په حقيقت کي دغه همکاري تر مخه لا پېل سوې او ادامه لري.

نوموړی وايي چي امريکا په عراق کي د ايران د فعاليتونو په اړه معلومات لري. ايران مجبوره نه دی چي په عراق کي د فعاليت کولو له پاره له امريکا څخه اجازه واخلي، خو تهران به امريکا ته له معلوماتو ورکولو پرته هيڅکله په عراق کي فعاليت ونه کړي. د حسن ياري په وينا امريکا او ايران دواړه يو ګډ هدف لري چي هغه د «اسلامي دولت» ډلي ځپل دي.

ايران په عراق کي له کردانو سره هم د وسلو مرسته کوي. خو دغه خبره په رسمي توگه نه مني، ځکه چي پر ايران د تقريباً لسو کالو راهيسي د وسلو د لېږد او رانيولو بنديز دی.

د اګست مياشتي پر ۲۷مه نېټه د کوردانو مشر مسعود برزاني د دې پخلی وکړ چي ايران ورسره د وسلو مرستي کړي دي. نوموړي حتی وويل چي ايران لومړی هيواد وو چي د عراق په شمال کي يې له دوی سره تسليحاتي مرستي وکړې.

يو شمېر امريکايي رسنيو داسي راپورونه هم خپاره کړي دي چي له مخي يې د ايران د قدس په نوم ځانګړي عسکر هم په عراق کي په جګړه بوخت دي.

سياست پوه هوشنګ حسن ياري وايي چي د اسلامي دولت ډله چي د عراق په شمال کي يې يو شمېر سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي، غواړي چي د خپل دولت او خلافت حدود تر عراق او سوريې پوري محدود ونه ساتي.

هغه وايي چي اسلامي دولت د ايران له پاره يو لوی ګواښ دی او ايران لاس تر زني لاندي کښېنستلای نه سي. خو حسن ياري دا هم وايي چي ايران به هيڅکله دا خبره ونه مني چي عسکر يې تر ايران دباندي په عملياتو کي برخه لري.

د نوموړي سياستپوه په وينا د عراق په نوي جوړ سوي حکومت کي اوس هم ايران ستره اغېزه لري او د وزيرانو په نومول کېدو کي يې ونډه درلوده.

حسن ياري وايي چي په زیاته بيا د عراق د بهرنيو چارو وزير ابراهيم جعفري د ايران د خوښي سړی دی او د عراق د بهرنيو چارو سياست به د نوي عراقي حکومت په دوره کي بيا هم د ايران تر اغېز لاندي وي.