په عراق کي د شيعه ملېشو له خوا د سنيانو پر قتل نیوکي
۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۳۱مه) اعلان وکړ چي د عراق په ختيځ کي د مقداديه ښار ډېر اوسېدونکي په وروستيو اونيو کي تښتول سوي او قتل سوي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخي دغه راز په دغه ښار کي د سني اقليت پر کورونو، دوکانونو او مسجدونو باندي هم يرغلونه سوي دي.
درې اونۍ دمخه په مقداديه ښار کي د دوو چاودنو په ترڅ کي نژدې ۲۵ انسانان ووژل سول. د دغو بريدونو مسئوليت تروريستي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) ومانه.
د بشري حقونو د څار سازمان په خبره، داعش اعلان کړی وو چي د حملو هدف ئې شيعه ملېشې وې. دغه سازمان وايي چي پر غير پوځي سنيانو يرغل د داعش د حملو پرضد غبرگون وو.
د بشري حقونو د څار سازمان په دغو يرغلونو کي د «بدر» او «عصائب اهل حق» ډلي مسئولي بللي دي. دغه ډلي د عراق حکومت په پلوي له داعش سره جنگیږي.
د عراق حکومت په ملاتړ د شيعه ملېشو فعاليت ډېري پوښتني پيدا کړي. دغو ملېشو ته په رسمي توگه د عراق حکومت له خوا لارښوونه کيږي. په وارو وار دا موضوع مطرح سوې ده چي دغه ملېشې له خپل موقعيت څخه د سنيانو پر وړاندي په زورزياتي کي گټه اخلي.
د بشري حقونو د څار سازمان د عراق له متحدو هيوادونو څخه غوښتي دي چي پر بغداد باندي فشار راولي، څو دغه مرگوني سواستفادې ختم کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان په خبره د شيعه ملېشو کړني د نړيوالو حقوقو خلاف دي او کيدای سي په جنگي جنايتونو کي وشمېرل سي.