1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کي کردانو ته په بې اعتمادۍ سره کتل کيږي

۱۳۸۸ اسفند ۲۶, چهارشنبه

د کردانو ستونزه په لومړۍ نړيواله جګړه کې د عثماني امپراطورۍ له ړنګيدو سره پيل شوه...

https://p.dw.com/p/MUpS
کردان د عراق څخه د کډه کولو پرمهال
کردان د عراق څخه د کډه کولو پرمهالانځور: AP

لکه د ډيرو نورو پرګنو غوندې، دوی هم د عثمانيانو په ماتې سره د خپلواکۍ او سياسی خود اراديت هيله درلوده. او په دې غوښتنه کې دوی د امريکا د هغه وخت د ولسمشر ودروو ويلسن ملاتړ له ځانه سره ليده، چې د همدا ډول خود اراديت غوښتنه يې ټولو ته کوله.

نړيوالې ټولنې هم د دې غوښتنې ملاتړ وکړ خو ډير وخت نه: په 1920 زيږديز کال کې د فرانسې .د سيفريس تړون ژمنه وکړه چې کردانو ته به خپل هيواد ورکړل شي، خو درې کاله وروسته، په لاوزانه کې د کردانو سيمه وويشل شوه. د نوې جوړې شوې ترکيې، ايران، شوروي اتحاد او بريتانيا تر منځ چې عراق يې کنترولاوه. هلته لږ تر لږه بريتانويانو له کردانو سره تر ډيرو لانجو وروسته پريکړه وکړه، چې د دوی خود مختاري ومني. هغه نمونه چې پنځه اويا کاله وروسته هم عملی کيږی:

د کردانو شمالی عراق څه ناڅه لکه يو هيواد غوندې ښکاری: دوی خپل بيرغ لری، خپل ملی سرود، خپل پوځ، خپل پوليس، خپل حکومت او خپل ولسمشر لری. په عين وخت کې يو کردﺉ،جلال طالبانی د عراق ولسمشر دی. دغه اييتلاف بايد وښيي، چې د عراق راتلونکی دولت به له د ننه څه ډول ښکاری: د مختلفو ډلو،د پراخې خودمختارۍ، خو نه خپلواکۍ سره. د عراق د شمال د کردانو مشر مسعود برزانی وايي:

د عراق په شمال کي کردان د خپل بيرغ سره د لاريون پر مهال
د عراق په شمال کي کردان د خپل بيرغ سره د لاريون پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

« ما پريږدۍ چې په روښانه ډول ووايم. د رژيم له پرزيدو نه وروسته همدا موږ کردان وو چې د عراق يووالی مو وساته. او تر ننه پورې يې همدا موږ لامل يو چې عراق يو هيواد دی.. موږ تر ټولو زياتې سختۍ وګاللې، څو د کردانو تجربې مو د عراق نورو سيمو ته هم ورسولې. خو زه خواشينی يو ووايم چې، په دغو نورو سيمو کې زموږ وروڼو زموږ له تجربو څخه ګټه وا نه خيسته.»

کردان، چې د عراق د پرګنو شپږمه برخه جوړوی،د امريکاييانو د راتلو له وخته يې په دې کار پيل وکړ، په شمال کې يې خپلې سيمې ته وده ورکړه او د عراق پاتې برخې ته يې ځان پُل کړ. خو دوی د نورو عراقيانو، ګاونډيو ارغونيانو لپاره هم مبارزه وکړه: دغه ګاونډيان له دې ويريږی چې د جلاوالی غوښتنې به دوی ته هم رنګ ورکړی. او په عراق کې په کردانو تور لګول کيږی چې دوی غوښتل خيله سيمه د عراق له کنترول څخه وباسی، ځکه دغه سيمه په تيلو او ګازو بډايه سيمه ده.

ترکيه هم هماغسې چې کلونه يې کيرکوک خپل ګاڼه، نن ورځ هم نه غواړی چې په خپل ګاونډ کې پياوړی کردی دولت ولری. مسعود برزانی وايي:

« دا د کردي پرګنو حقه موخې دی. دغې موخې ته بايد ورسيږو، خو له زورزياتي پرته. زه د زورزياتی د کارولو ملاتړ نه کوم.»

Philipp, Peter/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل