1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کښي د حکومت پر جوړولو نسبي توافق

۱۳۸۹ آبان ۲۱, جمعه

تر اتو مياشتو دې خوا آخوا ته کيدو وروسته د عراق مهم ګوندونه د قدرت او راتلونکي حکومت پر تقسيم باندي سره يو سول . پدې وسيله نوکيدلای سي ، صدراعظم نوري ال مالکي ددوهم وار دپاره پر قدرت پاته سي

https://p.dw.com/p/Q7UE
صدراعظم نوري ال مالکي
صدراعظم نوري ال مالکيانځور: AP

په عراق کي د نوي حکومت جوړيدل نه يوازي د سيمي لپاره بلکي د هغو ټولو عراقيانو لپاره هم يو ډير ښه خبر دی، چي د مرګ پر خطر سربيره يې په ډيره زړورتيا سره د ډيموکراسۍ د راوستلو لپاره هلي ځلي وکړې او په دې جګړه او ترهګرۍ ځپلي هيواد کي يې د هيلو يو څراغ روښانه کړ . چي دا ددوی د سياسي مشرانو نه ، بلکي ددوی لاسته راوړنه ده . د عراق سياسي مشران اته مياشتي د واک پر ويش سره وران وول . اته مياشتي په دې هيواد کي يو رښتينی حکومت نه وو. او په دې اتو مياشتو کي د عراق وګړي يو وار بيا د ډيرو زياتو ترهګريزه بريدونو ښکار سول . په دې تازه ورځو کي ددې هيواد عيسوي مذهبه لږکي هم ددې حملو قربانيان شول .

خو متاسفانه د وضعي د ښه والي په لور تګ اوس هم نه تر سترګو کيږي. لومړی بايد دې خبري ته وار ورسيږي چي تر کومي کچي به ددې هيواد سياسي، نژادي او مذهبي ډلي د واک په نوي جوړښت کي ونډه ولري . او له بلي خوا د يوه حکومت منځته راتلل، القاعده او نور ځواکونه ددوی د سياسي اهدافو د لاسته راوړلو څخه منع کوي . ځکه چي دوی د واک د ستراتيژۍ د پلوه په ډيموکراسۍ او ثبات کي هيڅ علاقه مند نه دي او همدا ډول ددې هم ليواله نه دي چي د عراق بيلا بيلي قومي ډلي دي د يو بل سره د سولي او وروګلوی په فضا کي ژوندسره وکړي.

Flash-Galerie Irak Regierungsbildung
انځور: AP

يو حکومت چي ثبات يې د جوړيدو مخکي تر پوښتني لاندي نيول کيدلی شي، نسي کولی چي په دې برخه کي ډير بدلون راولي . د ترهګرۍ او د زور د ماتولو لپاره يوه قوي امنيتي ځواک ته چي هغه د سياسي لحاظه هم ډير پياوړی وي، اړتيا ليدل کيږي.

د تيري اوونۍ بريدونو وښودله چي د عراق پوليس او پوځ ددې لپاره په کافي اندازه مجهز نه دی .

د عراق د لويو ښارو څخه د امريکايي پوځونو د وتلو، چي د 2009 ميلادي کال د جون په مياشت کي پيل شوي وول، او په روان کال د اګست په اخر کي د امريکايي اړخه په رسمي ډول د عراق د جنګ د پای د اعلان وروسته، د امنيت وضع ډيره خرابه شوه .

په اسانۍ سره يې تصور کولی شو چي په 2011 کال کي د امريکايي عسکرو په مکمل ډول تر وتلو وروسته به دلته وضعه څنګه وي .

ددې هيواد برخه ليک، څنګه چي اته مياشتي مخکي په ترسره سوو انتخاباتو کي وليدل شوه ، د هيواد د وګړو او سياستوالو په لاس کي دی . په عراق کي د سياسي او اقتصادي قوت پرسر د بيلا بيلو اړخو له خوا غوښتني په دې هيواد کي پخلاينه د خنډ سره مخامخ کړې ده . او نور هيوادونه لکه ايران ، د امريکا متحده ايالات او سعودي عرب دا قوتونه د خپلو اهدافو لپاره استعمالوي . عراقيان په هغه صورت کي کولی شي ددې حالته ځان وباسي چي دوی د ډيموکراسي پر اصولو ټينګ ودريږي او تر ټولو مهمه داده چي دوی د هيواد د تيلو د ذخيرو واک په خپل لاس کي واخلي .

عراقيانو پخپله جنګ ته بلنه نه وه ورکړې . ځکه نو اوس دوی د هيواد د بيا ودانولو لپاره د نړۍ والي ټولني د مرستي مستحق دي . او په دې برخه کي تر ټولو ډير مسؤليت د امريکې متحده ايالتونه لري .

راينر سوریښ/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري