1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې امريکايي عسکرو ته د «بشپړ تيارسی» لارښوونه شوې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبه

له ايران سره د ترنگلتياوو په ترڅ کې امريکا متحده ايالاتو په عراق کې خپلو عسکرو ته د بشپړ تيارسي لارښوونه کړې ده. دا چې په رښتيا بايد خطر څرنگه و ارزول شوی، واشنگټن له خپلو متحدينو سره بشپړه همنظره نه دی.

https://p.dw.com/p/3IVse
Irak US-Truppen in Mossul
انځور: Getty Images/AFP/T. Coex

دلته «جدي گواښونه» مطرح دي چې د امريکا متحده ايالاتو استخبارات او د هغوی متحدين يې غواړي له منځه یې يوسي. د سمندري ځواک مشر بل اوربان چې د منځني ختیځ له پاره د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ وياند دی، وويل چې له همدې کبله په عراق او سوريه کې د « Operation Inherent Resolve » په نوم ترهگرۍ ضد عملياتو کې شامل عسکرو ته د «بشپړ تیارسي» لارښوونه شوې ده.

بريتانوي جنرالان ورسره همنظره نه دي

تر دې مخکې د ترهگرۍ ضد عملياتو مرستيال مشر بريتانوي جنرال کرس جيکا د خطر سيناريو نسبي وبلله. هغه وويل: «په عراق او سوریه کې ميشتو عسکرو ته د هغو ځواکونو له خوا چې ايران یې ملاتړ کوي، ډېر خطر متوجې نه دی.»

هغه زياته کړه چې امريکايي ځواکونو کلک غبرگون ښوولی دی. خو جنرال کرس جيکا چې د امريکا په مشرتوب د داعش ترهگرو مليشو ضد ائتلاف د ستراتيژي او معلوماتو د برخې مرستيال دی، لږ وروسته د خبريالانو د يوې پوښتني په ځواب نه غوښتل خپل دا نظر تکرار کړي.

امريکايي عسکر د بريد هدف دي؟

د امريکا او ايران د حکومتونو ترمنځ ترنگلتياوې په دې وروستيو ورځو کې خپل اوج ته رسيدلي دي. ولسمشر دونالد ترمپ ايران په سيمه کې ناکراريو ته په لمن وهلو او د ترهگرۍ په ملاتړ تورنوي. د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو څو ورځې ترمخه ډاډ ورکړی وو چې له ايران سره د جگړې نيت نه لري. هغه ويلي ول: «خو که کله د امريکا پر گټو بريد وشي، نو امريکا به له ځانه دفاع کوي.»

امريکا په دې ورستيو کې پر نورو سربيره يوه الوتکه ليږدونکې او يوه بم غورځونکې بيړۍ منځني ختيځ ته لېږلي او د دې علت یې د ایران له خوا پر امريکايي عسکرو احتمالي بريد په گوته کړی وو.

امريکا متحدو ايالاتو د داعش د له منځه وړولو له پاره د ترهگرۍ ضد ماموريت په چوکات کې په عراق کې څو زره عسکر ځای پر ځای کړي دي. په  غير رسمي رپوټونو کې آن د ۹۰۰۰ عسکرو خبره کيږي.

Saudi-Arabien | Stopp aller Öltransporte durch die Meerenge von Bab el-Mandeb im Roten Meer
د السعوديه ارامکو شرکت د تېلو يو ترمينلانځور: Reuters/File Photo/A. Jadallah

په سوريه کې بيا د رسمي معلوماتو په حواله کابو ۲۰۰۰ امريکايي عسکر ميشت دي چې د داعش پر ضد جنگيدونکو عسکرو ته روزنه او مشورې ورکوي. خو دا چې په رښتيا هلته څومره عسکر ميشت دي، روښانه نه ده.

په سعودي عربستان کې د تيلو د پايپ لاين زيانميدل

په خليج کې تر «ورانوونکو عملیاتو» وروسته په سیمه کې وضيعت ډېر خراب شوی. په سعودي عربستان کې د سه شنبې په ورځ د تيلو مهم پايپ لاين په چاوديدونکو موادو بار بې پيلوټه الوتکې هدف وگرځيد. ښايي دا بريد حوثي یاغيانو کړی وي. حوثي ياغيان د ايران له ملاتړه برخمن دي.  

د حکومتي معلوماتو په حواله په دې بريد کې د ختيځ ـ لويديځ پايپ لاين د تيلو د انتقال دوه مرکزونه په نخښه شوي دي. د يمن د المسيره په نوم رسنيز شرکت د حوثيانو د پوځ له قوله ويلي چې اووه بې پيلوټه الوتکو په سعودي عربستان کې مهم هدفونه په نخښه کړي دي.

د حوثيانو يوه وياند وويل چې دا بريدونه په يمن کې د سعودي عربستان د بريدونو غچ وو.

د سعودي عربستان دولتي شرکت «السعوديه ارامکو» ويلي دي چې د امنيتي دلايلو پر اساس په سعودي عربستان کې دا پايپ لاين چې اروپا او امريکا ته د تيلو په صادراتو کې مهم نقش لري، تړل شوی دی.

B.S/N.Z (se/ww,dpa,ap)