1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې د آلمان د پوځ نوی روزنیز ماموريت

۱۳۹۶ بهمن ۲۳, دوشنبه

آلمان په عراق کې تر اوسه په تيره بيا د هيواد په شمال کې د داعش پر ضد جگړه کې له کردانو سره مرستې وکړې. خو اوس غواړي له ټول عراق سره مرسته وکړي. دا د دفاع وزیرې فون ديرلاين له پاره یوه ډيره حساسه سیاسی ننگونه ده.

https://p.dw.com/p/2sWPi
Irak Reise Bundesverteidigungsministerin von der Leyen
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان د دفاع وزیره اوزولا فون دير لاين د شنو پټينو او چمنونو په منځ کې د هغه دوه منزله تعمير مخې ته ولاړه ده چې لا کار پرې روان دی. د ودانۍ پر کانکريتي ستنو د کردانو او آلمان بيرغونه رپيږي. ترڅنگ یې پر يوه ښکلې ، عصري نا بشپړې شوې ودانۍ يوه لوحه رسم شوې چې پرې ليکل شوي: د «پيشمرگه روغون» ! دلته د کردي مليشو له پاره د آلمان په مرسته روغتون جوړيږي.

فون دير لاين په دې ترڅ کې وويل: «دا د خوښۍ وړ ده چې سړی وينې چې د پپشمرگه د روزنې ماموريت يوه ستره بريا ده. ما نن په شخصي توگه وکولای شول چې دا هر څه ووينم. د مثال په توگه دا چې د لومړيو طبي مرستو څخه نيولې بيا په روغتونو کې تر درملنې پورې، پيشمرگه څومره پرمختگ کړی دی. زما ښه په ياد دي چې لومړي سرکې د جگړې په ليکه کې د يوه ټپي له پاره د لومړنۍ طبي مرستې زمينه هم نه وه برابره، او اوس مسلکي روزل شوي کسان لرو.»

په دې روغتون کې به له نومبر څخه د ټپيانو او ناروغان درملنه کيږي. تر دې دمخه کردي روغتيايي کارکوونکو هغه څه چې زده کړي یې دي، آلمانۍ وزیرې ته عملاٌ ښکاره کړل: يوه پيښه، بيا ځای پر ځای د ټپيانو سره لومړۍ روغتيایي مرستې او بيا وروسته ټپي ته په مسلکي توگه انتقال ورکول. خو آلماني عسکرو دنده به ژر بدلون ومومي. همدا د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ م کال د فرورۍ د مياشتې ۱۰ نيټه) د آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دير لاين د روزنيز ماموريت پای ته د رسيدو اعلان وکړ. په ټوله سيمه کې به د ترهگرۍ پر ضد د یو دوهم ماموريت لپاره بندو بست وشي.

Irak Erbil - Bundesverteidigungsministerin von der Leyen reist in den Irak
د آلمان د دفاع وزیرې اورزولا فون ديرلاين په اربيل کې له آلماني عسکرو سره وليدل انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

فون دير لاين زياته کړه: «دا به يو بل ماموريت وي يو داسې ماموريت چې د بغداد او د اربيل ترمنځ به انډول وساتي. دواړو اړخونه بايد برابر وي. د کردستان او د بغداد د مرکزي حکومت غوښتنه داده چې موږ په ځانگړي توگه د اصلاحاتو په پلي کولو او د مهمو وزارتونو د جوړښتونو په جوړولو کې مرسته وکړو.»

په راتلونکي کې به د کردي  روزونکو تريننگ مطرح وي او همدا راز سياسي کار هم مطرح دی چې څه ډول وسله وال ځواکونه په ښه ډول تنظيم کړل شي. تر دې ټولو مهمه داده چې د عراق دا ماموريت به د بغداد تر اطرافو پورې وغځول شي. په دې ترڅ کې تر ټولو مهمه داده چې دواړه وسله وال ځواکونه، عراقي او کردي ځواکونه بيرته سره يوځای کړل شي.

د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد مبارزه کې دواړو ځواکونو عمدتاً د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد جگړه ترسره کړه خو په ځينو لانجمنو سيمو کې دوی يو بل ته هم مخامخ شول. عراق اوس مهال په يوه ډير حساس حالت کې دی: د کردانو په سيمو کې د خپلواکۍ  لپاره ريفرنډم ترسره شوی. د مرکزي حکومت ټاکنې په مخکې دي. آلمان غواړي په داسې يوه حالت کې د هيواد له يووالي څخه ملاتړ وکړي. خپل ماموريت یې له عراقي ځواکونو سره د ملاتړ په موخه پراخ کړی. نوی مارموریت بايد ژر پیل شي. خو د هغو گوندونو ترمنځ چې په آلمان کې به نوی ائتلافي حکومت رامنځته کړي، دا نوی ماموريت يوه لانجمنه موضوع ده.

Prössel (B.S/S.R)

زموږ له آرشيف څخه: