1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې یوه آلمانۍ د اعدام په سزا محکومه شوې

۱۳۹۶ بهمن ۲, دوشنبه

د عراق يوې محکمې یوه آلمانۍ د داعش د غړيتوب په جرم د اعدام په سزا محکومه کړې ده. دغې ښځې اعتراف کړی دی چې له خپلو دوو نجونو سره یې د داعش له ډلې سره د یوځای کیدو په موخه سوریې او عراق ته سفر کړی وو.

https://p.dw.com/p/2rHhu
Syrien Frau und Kind eines vermeintlichen IS Kämpfers in Rakka
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د عراق د قضایې شورا یوه ویاند عبدالستار بیرقدار، ویلي دي چې دغه مراکشي الاصله آلمانۍ چې نوم یې پټ ساتل شوی دی په دې جرم محکومه شوې چې د یوې تروریستي ډلې مالي ملاتړ یې کړی دی او له دوی سره یې مرسته کړې چې په مجرمانه اعمالو لاس پورې کړي. همدارنګه پر امنيتني ځواکونو بریدونو کې ونډه اخيستنه هم یو له هغو جرمي مواردو څخه دی چې دا پرې تورنه ده.

بیرقدار، زیاته کړې ده دغې میرمنې د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی دی چې له خپلو دوو لوڼو سره یې عراق او سوریې ته سفرونه کړي دي، څو له داعش یا«اسلامی دولت» ډلې سره یوځای شي. نوموړي ویلي دي چې وروسته بیا دواړو لوڼو یې د داعش ډلې له جنګیالیو سره ودونه وکړل.

دغه میرمن د موصل ښار د بیرته نیول کیدو پر مهال د عراق امنیتي ځواکونو ونیوله. هغه لومړۍ بهرنۍ میرمن ده چې په عراق کې د داعش په ترهګره ډله کې د غړيتوب په جرم د اعدام په سزا محکومیږي. البته هغه د دې چانس لري چې د محکمې د حکم پر ضد د استناف غوښتنه وکړي.

محاکمې ته انتظار جنګیالي او میرمني

وروسته له هغه چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ م کال کې د عراق او سوریې ډيري سیمې ونيولې، له اروپا څخه په سونو جنګیالي له دغې ډلې سره یوځای شول. خو کله چې عراقي ځواکونو په دغه هیواد کې د داعش ډله پر شا وتمبوله، د میرمنو په ګډون د دغې ډلې ډیر اروپایې جنګیالي ونیول شول.

د آلمان د عدلیې وزارت تیرکال په سپتمبر میاشت کې ؤمنله چې یوه ځوانه آلمانۍ نجلې د داعش په تروريستې ډله کې د غړيتوب په تور په موصل کې نیول شوې ده. د آلمان خبري مجلې(دیر شپيګل) رپوټ ورکړی وو چې دغه ځوانه نجلې له دریو هغو نورو آلمانۍ ښځو سره د عراق په پلازمېنه بغداد کې ساتل کیږي چې یوه له دوی څخه مراکشي الاصله آلمانۍ ده.

دغه نجلې چې «لیندا- و» نومیږي د آلمان د زاکسن ایالت د بولزنیتس د سیمې اوسیدونکې ده او ویل کیږي د داعش له یوه چچنایې جنګیالي سره یې واده کړی دی. ویل کیږي چې د داعش ډير جنګیالي له خپلو ښځو سره د ملکي خلکو په نوم د دوی په منځ کې په تیښته بریالي شوي دي.

د عراق حکومت په سپتمبر میاشت کې د داعش ډلې پر وړاندي د بریاليتوب اعلان وکړ، خو د پلازمېنې په ګډون په مختلفو برخو کې یې د دغې ډلې پر وړاندي د عملیاتو لړۍ جاري ساتلې ده.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ:(30.10.2016)