1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عربي نړۍ کي کيدای سي هرڅه د خلکو لاس ته ورسي

۱۳۸۹ بهمن ۷, پنجشنبه

دا چي د يوه هيواد سياسي حالت پر هغه بل هيواد هم تاثير اچوي ، علت يي دادی چي ددغو مظاهرو دلايل سره ورته او د هغوي هدفونه مشترک دي.

https://p.dw.com/p/Qvqc
داسي قوتونه هم سته چي د عربي ټولنو مشترک احساسات انعکاسوي
داسي قوتونه هم سته چي د عربي ټولنو مشترک احساسات انعکاسويانځور: dapd

دغه مظاهري د هغونخبه ګانو او واکمنانو پرضد ترسره کيږي چي اقتصاد او سياست يي د خپل شخصي ماحول پر اساس عيار کړی دی.

په داسي حال کي چي دغه واکمنان د لسهاوو کلونو راهيسي د خپلو کورنيو سره يوځاي د قدرت پر چوکيو آرام ناست دي ، د باندي يي خپل اولس چي د ده د قصر مخ ته ولاړ دی د ياده ايستلی دی.

دوي دا خبره بيخي هيرهکړې چي سياسي مسووليت هم ورپه غاړه دی. يعني پر مختګ د لږو کسانو دپاره معني نه لري بلکي دغه پرمختګ بايد د ټولو د پاره وي.

په عربي نړۍ کي د قصرونو شاهانو خپل د اولس ضرورتونه نه احساسوي چي وايي:کولای سم په دغو پيسو ځانته ډوډۍ واخلم؟ آيا کار پيدا کولای سم؟ زما د شخصي ژوند راتلونکي به څنګه وي؟

خو د تونس څخه به د عربي نړۍ اروپايي دنڅينګ جوړ نه سي ، په هغه ځای چي په ۱۹۸۰م کال کي پولندي کارګرانو يو ديموکرات انقلاب وکي چي بيا ورسته يي پر ټولي سيمي باندي خپل اغيز واچوی.

علاوه پردې داسي قوتونه هم سته چي د عربي ټولنو مشترک احساسات انعکاسوي او د مظاهرو تجربې يې سره تقسيموي. تر ټولو دمخه عربي رسنۍ لکه الجزيره او العربيه هم د دغو مظاهرو په کولو کي مهم رول لري دا ځکه چي دوی ددغو مظاهرو تصويرونه او معلوماتونه په مستقيم ډول خپروي.

د معلوماتو پټول که څه هم په افريقايي او نورو غريبو هيوادوکي ممکن دی ، خو په عربي نړۍ کي د ډيره وخته دا کارونه امکان نه لري. که څه هم عربان په خپل هيواد کي خپل نظر په آزاد ډول نه سي بيانولای خو په انترنت کي بيا کولای سي هغه څه چي غواړي وي وايي.

اوس هم مصر د خپل دولتي تلويزيون په مرسته کوښښ کوي چي تر خپل نورو عربي حريفانو مخکي سي ، خو بيا هم د پروپاګند دغي دولتي دستګاه خپل اعتماد نور دلاسه ورکړی دی.

همدارنګه د سيمي په ډيرو هيوادونو کي ژورناليستان تر فشار لاندي راوستل کيږي دا ځکه چي دولتونه پوهيږي چي آزاد افکار ددوي دپاره خطرناکه دي. په عربي نړۍ کي دغه مظاهري ډيري پراخي دي. په هغو کي نه يوازي محصلين، نه يوازي روشنفکران او يا اسلاميستان ګډون لري بلکي عادي ښوونکي ، قاضيان او د بانک مامورين هم پکښي برخه اخلي.

نو ددغو مظاهرو پاي به څه وي؟ اروپايي رسنۍ اکثره وخت دا فکر کوي چي اسلاميستان به په سيمه کي واک ترلاسه کړي. خو دغو مظاهرو پراخوالي ددغي خبري برعکس ښيي. هغه مدني ټولنه چي اوس يي خپل جرأت ښکاره کړی، ددغو مظاهرو ګټونکي به وي.

په دغه او يا هغه ځاي کي به حکومتونه بدل سي خو انتخابات به شفاف وي، پارلمان به قوي نقش ولري. هرڅومره چي نړۍ سره مشترکه وده وکړي هم دومره به پر دولتونو باندي فشار هم ډير سي چي قدرت پريږدي او بدلون ته اجازه ورکړي.

اوتا/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل