1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کي د غني له سفر سره سم هوانونه لگېدلي

۱۳۹۹ تیر ۲۶, پنجشنبه

غزني ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال په دغه ښار کي څو هوانونه لگېدلي دي. ويل سوي دي چي هوانونه غني ته نژدې په څو سوه ميترۍ کي لگيدلي دي.

https://p.dw.com/p/3fQA6
Anschlag in Ost-Afghanistan in Ghazni Provinz
انځور: DW/Ebrahim Mahdavi

د جرمني خبري آژانس لیکلي دي چي په غزني کي د يوه سیاستوال په حواله دغه ښار ته د غني د سفر پرمهال څو هوانونه راغورځول سوي او ولسمشر غني ته نژدې په څو سوه ميترۍ کي لگېدلي دي.د هغه په خبره په دغه بريد کي يو عسکر وژل سوی او درې ملکيان ټپيان سوي دي.

د دغه بريد پړه تر اوسه پوري هيچا پر غاړه نه ده اخيستې. د غزني نيمايي برخه د وسله والو طالبانو په کنترول کي ده.

په غزني کي له څه مودې راهيسي امنيتي وضعيت ډير خراب سوی دی او ځايي چارواکو حتي د سقوط اندېښنه لرله.

Aschraf Ghani
ولسمشر غني نن، پنجشنبه غزني ته سفر کړیانځور: Reuters/M. Ismail

د غزني د امنيتي وضعيت د څېړلو له پاره پر نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو سربيره دا ځل پخپله ولسمشر غني د امنيتي وضعيت د څېړلو له پاره دغه ولايت ته سفر کړی دی.

د افغانستان د جمهوري رياست په ويبپاڼه کي د خپرې سوې اعلاميې له مخي ولسمشر غني د غزني له ملکي او نظامي مسئولينو څخه وغوښتل چي د دغه ولايت د امنیتي وضعيت واضح تحليل ورسره شريک کړي.

په غزني کي پر ملي امنيت ادارې موټر بم بريد شوی

په خبرپاڼه کي زياته سوې ده چي جمهوررئيس غني د امنيتي او دفاعي ځواکونو هلي ځلي وستايلې، خو وضعيت ئې لا هم د قناعت وړ و نه باله او څرگنده يې کړه چي د غزني ولسونو ته بايد  ښه امنيت او دا ډاډ ورکړل سي چي ټولي مرکزي ادارې يې په خدمت کي دي.