1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي شل تنه فلسطينيان وژل سوي دي

۱۳۸۶ اسفند ۱۰, جمعه

د اسرايلو د نوو بريدونو له کبله د غزې په تراډه کي شل تنه فلسطينيان وژل سوي دي په دې تو ګه د چهارشنبې د ورځي راهيسي دېرش تنه فلسطينيان وژل سوي دي

https://p.dw.com/p/DKBO
. حماس د اسلامو هيوادونو څخه غوښتنه کړې ده، چي د اسرايلو پر ضد پراخ احتجاجونه وکړي
. حماس د اسلامو هيوادونو څخه غوښتنه کړې ده، چي د اسرايلو پر ضد پراخ احتجاجونه وکړيانځور: AP

د حماس ګوند پر اسرايلو باندي د توغنديو يرغلونو ته دوام ورکوي. د اسرايلو حکومت د حماس لخوا د توغنديو د يرغلونو د دوام له کبله ګواښ کړی دی، چي د غزې تراډي ته به ور ننوزي. حماس د اسلامو هيوادونو څخه غوښتنه کړې ده، چي د اسرايلو پر ضد پراخ احتجاجونه وکړي. د حماس په يوې اعلاميې کي ويل کيږي، چي د جمعې تر لمانځه وروسته ښايي، چي د څو لاريونونو په ترځ کي اسرايلي يرغلونه وغندل سي.

اروپايي شورا او د امريکا متحده ايالتونو د غزې په تړانګه کي د جګړو د ډېرېدو له کبله خپله اندېښنه څرګنده ګړې ده.