1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې په اخ او ډب کې یو خبریال هم وژل شوی

۱۳۹۷ فروردین ۱۸, شنبه

د غزې په تراړه کې د اسرائیلي پوځ د ډزو په پایله کې د فلسطیني مظاهره کوونکو سربیره یو فلسطیني خبریال هم وژل شوی دی. تازه شمیرې ښيي چې د یوې اونۍ په ترڅ کې، لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان وژل شوي او له ۲۸۰۰ ډیر بیا ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2veCl
Proteste im Gazastreifen
انځور: picture-alliance/Xinhua/K. Omar

په غزه کې د مارچ میاشتې له ۳۰ نیټې را په دیخوا د فلسطینیایانو او اسرائیلي امنیتي ځواکونو ترمنځ اخ او ډب ادامه لري. یوازې د تیرې جمعې په ورځ، د اسرائیلي پوځیانو د ډزو په پایله کې ۹ فلسطینیان وژل شوي چې په دې ډله کې یو فلسطیني خبریال هم شامل دی. د وژل شوي خبریال نوم یاسر مرتضی ښوول شوی او د «عین» یا سترګې په نامه یوه فلسطینی رسنۍ کې یې کار کوو. ویل کیږي چې دغه خبریال د داوړو لورو ترمنځ د اخ او ډب پرمهال او د پیښې د پوښښ په موخه داسې یو واسکټ هم په تن کړی وو چې ورباندې خبریال لیکل شوي وو.

که څه هم دغه خبریال د فلم یا انځور اخیستلو پر مهال د اسرائیلو ځواکونو د ډزو ښکار شوی او د نوموړي د وژل کیدو تور پر اسرائیلي ځواکونو پورې کړل شوی، خو تر اوسه پورې اسرائیلي چارواکو په دې هکله نظر نه دی ورکړی.

په غزه کې د تازه اخ او ډب د پیل راهیسې تر اوسه پورې ۳۱ فلسطینیان وژل شوي. د آلمان خبري آژانس یا «ډي. پي. اې» د شنبې په ورځ د فلسطین د عامې روغتیا د وزارت د یوه چارواکي په حواله رپوټ ورکړ چې یوازې د تیرې (جمعې په ورځ د ۲۰۱۸م کال د مارچ میاشتې په ۶ نیټه) د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۵۴ فلسطینیان ټپي شوي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی. د یاد وزارت په حواله، د ټپیانو په ډله کې شاوخوا ۵۰۰ تنه داسې دي چې پر بدن یې د مرمیو نخښې لیدل کیږي.

Proteste im Gazastreifen
انځور: Reuters/A. Cohen

په ورته وخت کې اسرائیلي ځواکونو په دې تظاهراتو کې د شاوخوا ۱۰ زره فلسطینیایانو د ګډون خبر ورکړی وو. د دې تظاهراتو په غوسه ګډونوالو ټایرونو ته اور ورکړی او د اسرائیلو ځواکونو په لوري یې د تیږو ګوزارونه هم کړي. د غزې د تراړې په سیمه کې دودونه هم ترسترګو کیږي او ویل کیږي چې د دود دغه غلیظ دیوال له دې امله جوړ شوی چې مظاهره چیان د اسرائیلي ځواکونو له نظر څخه ورک او په دې توګه د مرمیو ښکار نه شي.

بل لوري ته بیا اسرائیلي ځواکونو څرګنده کړې چې پر دوی باندې د چاودیدونکو توکو ډک د بوتلونو ګوزارونه شوي. زياته شوې چي د دې بریدونو په ځواب کې اسرائیلي ځواکونو د بیلابیلو وسلو په کارولو سره په شدیده توګه ځواب ویلی دی.

Proteste im Gazastreifen
انځور: Reuters/M. Salem

اسرائیلي اړخ د دې اخ او ډب او تظاهراتو پړه د حماس پر ډله اچوي چې په فضا کې د دود په واسطه غواړي دغزې په پوله کې بریدونه ترسره کړي. فلسطینیان د اسرائیلو جوړیدو ته د کړکیچ په سترګه ګوري، دا ځکه چې په ۱۹۴۸م کال کې سلګونه زره فلسطینیایان بې ځایه شوي او خپلې سیمې یې ترک کړي دي. د تازه اعتراضونو د لمنې په پراخیدو سره، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش له ښکیلو خواوو غوښتي چې د زورزیاتي اعمالو ته د پای ټکی کیږدي.

بل لوري ته بیا د سره صلیب نړیوال سازمان د دې اخ او ډب په پایله کې د ګڼ شمیر قربانیانو د رامنځ ته کیدو له امله اندیښنه څرګنده کړې. همدا راز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم اعلان کړی چې داسې «کره شواهد» موجود دي چې په دې دلالت کوي چې اسرائیلي ځواکونو په دې تقابل کې په زورزیاتي لاس پورې کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د دې خونړي زورزیاتي د پلټنې غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنرۍ څرګنده کړې چې ګرمه وسله باید د وروستۍ وسیلې په توګه وکارول شي. د نوموړي دفتر په حواله د وسلې نا عادلانه کاروونه د دې سبب شوې چې عمدي وژنې صورت ومومي او په دې ترتیب د ژنیو کنوانیسیون تر پښو لاندې شوی دی.

حماس ډله د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او همدا راز اسرائیلو له لوري د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژندل شوی خو حماس بیا د اسرائیلو له موجودیت څخه انکار کوي.