1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزې کې اوربند اوس هم ماتيدونکی دي

۱۳۸۷ بهمن ۲, چهارشنبه

پرون شپه اسراييلي هوايي قواوو يووار بيا پر غزه باندي بمبارۍ وکړې. دوي هغه ځايونه وويشتل، چه د هغو ځايو څخه وسله والو فلسطينانو راکټان فيرکړي وه.

https://p.dw.com/p/GdZk
انځور: AP

د اسراييلي منابعو په حواله فلسطينانو 8 راکټان فير کړي دي ، چه دوه يې پخپله په غزه کي لګيدلي دي.

د په اصطلاح اسراييلي پوځ ارتباطي دفتر چه اصلأ بايد د فلسطيني چارواکو سره ګډ کار ته سازمان ورکي، ويلي دي چه د حماس سره ګډ کار کول نه غواړي ، ځکه چه دوي د خپلو راکټانو په فيرولو سره غواړي چه غزې ته د بشري کومکونو د ورسولو مخنيوی وکي.

پرون اسراييلو دغزې د تراډي څخه خپل عسکر وايستل. ويل کيږي چه د امريکا د نوي جمهوررييس تر جمهوررييس کيدو دمخه بايد د غزې په تراډه کښي نور عسکر نه وي پاته.

خو د پوځ يوې وياندي وويل چه دا د قواوو د کاملو وتلو په معني نده . د غزې دتراډي په شاوخوا کي به پوځ پاته سي،او اسراييلي هوايي قواوي به بيا هم څارنه کوي.

په غزا کې حماس جنګيالی
په غزا کې حماس جنګيالیانځور: AP

د ډيرو راغلو اسراييلي عسکرو په نظر په غزه کي اوربند وختي رامنځته سوي دي ،او بايد پوځي عمليات تر هغو پوري دوام پيداکي ،تر کمه وخته پوري چه د حماس په مقابل کي پوره او دايمي برياليتوب پلاس راغلي وي.

د اسراييلو صدراعظم اولمرت چه پرون يې د زخمي عسکر و او د جنوبي قواوو د سر اعلي قوماندان څخه ليدنه کوله، د هغوي په مقابل کي وويل چه که پوځي عملياتو ادامه پيدا کړې وای ،نو به اسراييلو بين امللي ملاتړ دلاسه ورکړی وای.

په اسراييلو کي ددې څخه بيره موجوده ده ،چه اسراييلي او بين امللي د سولي فعالين به پر هغوي باندي د بشر د حقوقو دپاره په بين امللي محکمه کي د جنګي جنايت کارونو په حيث دعوه وکي .

د ملګرو ملتوعمومي منشي بان کي مون چه غزې ته ورغلي ؤ، په دې باب داسي وويل:

«چيري چه ملکي خلګ وژل کيږي ،هلته بايد سم تحقيقات تر سره ، مکمل معلومات ورکول ، او د مسؤلو کسانو لست خپور سي. د بشر بين امللي حقوق بايد د ټولو لخوا ومنل سي».