1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په غورماچ ولسوالي کې ۱۸ سرتېري ورک دي»

خليل الرحمن اميد۱۳۹۴ مهر ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالي دوې ورځي دمخه وسله والو طالبانو نېولې او د بېرته نېولو له‌پاره یې نن امنیتي ځواکونه لېږل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Gqxc
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Rahimi

صديق صديقي پر ناټو ځواکونو غږ وکړ چې په افغانستان کې دي له نړیوال تروریزم سره په مبارزه کې افغان ځواکونه یوازي نه پرېږدي ځکه په خبره يې له تروريزم سره مبارزه سخته ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د سه شنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ د بېرته نېولو له پاره یې عملیات پیل کړي دي.

صدیقي وویل دغه ولسوالي دوې ورځي وړاندي وسله والو طالبانو ونېوله چې د جګړې پر مهال د افغان امنيتي ځواک اتلس کسان ورک شوي او اوه تنه په تېښه بریالي شوي دي.

هغه وویل: «هڅه کوو چې له خپلو یو شمېر هغه عسکرو سره په اړیکه کې شو چې له تېري ورځي راهیسې مو اړیکه ورسره پرې شوې ده، شمېر یې ۱۸ تنه امنیتي سرتېرو ته رسیږي. په سیمه کې لا هم جګړه روانه ده او زموږ مخابراتي سیسټم نه دی توانېدلی چې له هغوی سره اړيکه ټينگه کړي

نهه نا امنې ولسوالۍ

که له یوې خوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کندوز ښار کې بېرته ژوند عادي شوی او بې ځایه شوې کورنۍ کولای شي خپلو کورو ته ولاړي شي، له بلې خوا د هېواد په یو شمېر نورو لایتونو کې نا امنۍ ډيري شوي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د هلمند، غزني، فاریاب، هرات کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي د هلمند په نادعلي، موسی کلا او نوزاد ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

هغه همدا شان زیاتوي‌چې په فاریاب، کندوز، غزني، هرات او زابل ولایتونو کې هم جګړې روانې دي.

صدیقي د دویچه ویلې راډیو د هغه پوښتنې په ځواب کې چې دا مهال څومره ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي وویل: «تر اوسه هم نهه ولسوالۍ دي چې هلته موږ له مشکلاتو سره مخامخ یو، دا ولسوالۍ په هلمند، روزګان،‌غزني، کندُز او فاریاب ولایتونو کې دي، کوښښ کو چې په دې ولسوالیو کې زموږ امنیتي ځواکونه تقویه شي او طالبان له ماتې سره مخ کړو

تر ټولو وړاندې له ناټو د مرستې غوښتنه

په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندي د ولسي جرګې یو استازی روسیې ته د پوځي مرستو د جلب له پاره تللی د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي تر بل هر هېواد وړاندي به له ناټو څخه د مرستي غوښتنه کوي.

صدیقي وايي افغان ځواکونه په یوازي توګه نه شي کولای له روانو ناخوالو او تروریزم سره مبارزه وکړي: «موږ لومړی دا غواړو چې په سیمه کې له ناټو سره ستراتیژیکې او ښې اړیکې ولرو، زموږ ستونزي ډېر دي او له ګواښونو سره مخ یو، له نړیوال تروریزم سره مخ یو او له دې سره په جګړې کې نشو کولای په یوازي توګه بریالي شو. له دې کبله اړیتا ده چې نړیوال هېوادونه او په خاصه توګه زموږ متحدین چې تر اوسه یې مرستې راسره کړي نور هم دوام ورکړي