1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غور کي د درو ورځو راهيس کاربنديز روان دی

۱۳۸۹ مهر ۵, دوشنبه

په غورکي د سوداګرو او کسبګرو کاربنديز ښاريانو ته ډيري ستونزي پيدا کړي دي.

https://p.dw.com/p/PNOB
د چغچران ښار يو انځور
د چغچران ښار يو انځورانځور: Alizadah

د غور د ولايتي شورا غړي ليدا عرفاني په ټليفون سره دويچه ويله ته وويل چي په چغچران کي د درو ورځو راهيس کاروبار په ټپه ولاړدی او دکانداران پر خلکو څه نه پلوري.

هغې وويل چي سوداگرو او کسبگرو څکه د اعتراض په توگه کار بنديز اعلام کړی چي مرکزي ادارې د هغه ولايت و بيا رغوني ته هيڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.

عرفاني وايي چي په هغه ښار کي ټولو هوټلو هم کار بند کړی او مسافر په هغه غرني ولايت کي د سختو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وايي «دښاريانوستونزي ورځ له بلي زياتيږي که مرکزي اداره ديوه پلاوي په راليږلوسره دمشکل دحل اقدام ونکړي خداي مکړه ديوه بشري ناورين لامل به سي»

بله خوا د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي پيښه تائيد وي او وايي چي دکاندارانو ځکه کاربنديز اعلام کړی چي د ښار په منځ کي د ۲ کلومتره سړک د ډمبرولو پروژه يوه شرکت نيمګړې پريښوده، ځکه نو خلک په غوسه سوه.

د ولايتي شوراغړي مېرمن عرفاني د خلکوغوښتيني پرحقه وبللې او زياته يې کړه چي ولايتي شورا به تر هغه د خلکو سره همږې وي تر څو مرکزي اداره يې ږغ اوري.

غورد افغانستان يوه د مرکزي ولايتونو څخه دی چي سيمه يي غرنۍ هوا يې سړه او د ژمي پر مهال درنې واروي پکښي اوري.

د ځایي خلکو په خبره په هغه ولايت کي چي يو ډمبر سړک نسته هر کال د ژمي په موسم کي ۴ مياشتي لاري بندي وي او تگ راتگ نه سي کولای.

په غور ولايت کي د ژمي په موسم کي ناروغان روغتون ته نسي رسېدای او ډيری يې خپل ژوند د لاسه ورکوي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل