1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غور کي سېلابونو ۲۸تنه وژلي دي

۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبه

په غور کي د سیلاب د قربانو شمیر ۲۸ تنو ته لوړ شوی دئ او ګڼ خلک ورک سوي دي. دولتي چارواکي وايي چي ستونزه ئې له مرکزي دولت سره شريکه کړې ده او دوی ئې د ژغورلو توان نه لري.

https://p.dw.com/p/15KbJ
انځور: AP

د غور له مرکز چغچران څخه دویچه ویله پښتو ويب پاڼي ته سیمه ییزو خلکو وويل، چي د تیرو څلور ورځو اورښتونو ئې ګڼ خلک مړه او یو شمیر کورنه ئې ړنګ او خونې چپه کړې دي خو حکومت هیڅ ډول مرسته نه ده ورسره کړې.

د غور والي عبدالله هیواد له دويچه ويله سره د تليفون پرليکه د سېلابونو د راتلو له کبله د خلکو شکایت او د قربانیانو شمیر تر هغه څه زیات وګاڼه، چي رسنیو نشر کړی وو.

هغه وايي، چي د دوی د سروې ډلي معلومه کړه چي په پیښه کي ۲۸ کسه مړه او ۷ تنه ټپیان دي، په لسونو کورونه او ډیري ځمکي ئې تخریب کړي دي او د خلکو رمې او نور څاروی سیلاب وړي دي.

په دې وروستیو څلور ورځو کي پر غور سربیره د افغانستان په ګڼ شمالي ولایاتونو کي بارانونو ډير خلک بې کوره کړي دي او سخته مرگ ژوبله ئې اړولې ده.

خو داچي په غور ولايت کي ولي دغو خلکو ته مرستي نه دي رسېدلي. په دغه ولايت کي د بېړنيو حالاتو د ادارې رئیس حامد دادفر، وویل چي په سیمه کي وروستۍ پیښه سابقه نه لري.

د هغه په خبره ځکه د دوی سته امکانات په پسرلنیو طبیعي پیښو کي مصرف او اوس ئې اداره تر یو ميلیون افغانیو پرته چي د۲۰زره امریکايي ډالرو معادل پیسې کېږي نور هیڅ په واک کي نلري.

په غور کي مامورین وايي، چي څلور ولسوالۍ لکه شهرک، تولک دولینه او دولتیار، تر تولو زیاتي زیانمني شوي دي.

د دغه ولایت والي د دویچه ویله المان راډيو له لاري پر مرکزي ادرې ږغ کوي، چي په لومړي قدم کي مرکز او ګاونډیو ولایاتو سره د لاري د خلاصون لومړینو روغتیايي مرستو او خوراکي توکو د ورتګ هیله وکړه.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زیارمل