1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غور کي ولي د موږکانو پر دوا بنديز لگېدلی؟

۱۳۹۵ دی ۲۰, دوشنبه

د غور ولايت چارواکو په دغه ولايت کې د موږکاو پر دواد د بنديز پريکړه له هغه وروسته کړې ده چې ډېرو ښځو په دغي دوا سره ځانونه وژلي دي. پوښتنه دا ده چې حکومت ولي له ښځو سره د زورزياتي پرضد مبارزه نه پياوړې کوي؟

https://p.dw.com/p/2VV7F
Deutschland Feldmaus Microtus arvalis
انځور: picture alliance/Arco Images/K. Hinze

د غور ولایت والي ناصر خاضیع، د دغه ولايت ښاروالۍ او یوشمیر نورو اړونده ادارو ته لارښوونه کړې ده چې په لومړي گام کې باید د بازار هټیوالو ته وویل شې چې د موږګانو زهرجن درمل(مرگ موش) تر څه مودې ئې د پلورلو اجازه نه لري.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ويلي دي چي په ادارې غونډه کې پریکړه وشوه چې نور له ښځو سره د تاوتریخوالې د مخنیوې له پاره باید د غور په بازارونو کې په موقت ډول د موږکانو زهرجن دارو ونه پلورل شې.

د والي ویاند وايي، په ادارې جلسه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې موضوع عوامل وڅیړل شوه چې وروسته یو عمده دلیل چې ښځي ځان په آسانۍ سره وژنې د موږکانو دواه ده چې نور به تر یو وخته څوک په بازار کې دا دارو ونه پلوري.

د ښځو د حقونو مدافع میرمن بهار صدف، دا کار ښځو ته یو راز توهین بولي: «دا چې یوې میرمني په یو وخت کې د موږکانو دارو خوړلې او ځان وژنه یې کړې نو نه باید دا خبره تر دې حده ورسیږې چې د ټولنې یو لوې قشر ته د ولایت په سطحه توهین وشې بل د غور والي باید دا مسخره پریکړه رد او د غوري ښځو درناوی وکړې او ترې بخښنه وغواړي.»

د غور ولایت مدني فعال د حکومت دغه پرېکړه د خندا وړ بولې او وايي چي حکومت بايد له ښځو سره د تاوتريخوالي اصلي عوامل کنټرول کړې تر څو ښځي ځان وژني ته مجبوري نه شي.

د چارو شنونکي محمد ګل پویا هم د ولایت مقام دا پریکړه غیري حقیقي بولې چې د ده په خبره یوازي د موږ کانو دوا نه ده چې پرې انسان مړ شې، بلکي ډیر نور زهرجن مواد شته نو باید چې ولایت په دې برخه کې دا تصمیم پریږدې او له ښځو څخه معذرت وغواړي.

خو داچې له دې وروسته به د غور اوسیدونکي څرنګه د موږکانو د ورکیدو سره مباریزه کوې دا هم یوه پوښتنه ده.

د کارپوهانو له نظره افغان حکومت په تیرو ۱۵ کلونو کې د میرمنو د ژوندانه د سمون له پاره د بیلابیلو مرستندویه ټولنو څخه زیاتې پیسې د میرمنو په نوم واخیستې خو هیڅ مثبته تګلاره موجوده نه ده، نو له همدې امله د ډیرو ښځو ژوند لاهم په ليري پرتو سیمو کې له ګڼو کړاونو سره مخامخ دی.