1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په غور کې پنځه روغتیایي کارکوونکي برمته شوي

۱۳۹۶ دی ۱۲, سه‌شنبه

افغان چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې په غور ولایت کې پنځه روغتیايي کارکوونکي برمته شوي دي. هغوی ویلي دي چې ښايي د دې پیښې تر شا د طالبانو لاس وي.

https://p.dw.com/p/2qEbh
Afghanistan Stadt Chaghcharan
انځور: DW

د غور ولایت ویاند عبدالحی خطیبي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه کسان چې په ډله کې یې یوه ښځه او څلور نارینه شامل دي، د حکومت ضد وسله والو کسانو له خوا د مرکز فیروز کوه له الله یار کلي څخه برمته شوي دي. د دغه افغان چارواکي په خبره برمته شويو کسانو د واکسین یو کمپاین پر مخ وړه.

خطیبي ویلي دي چې دغه پیښه د دوشنبې تر غرمې وروسته رامنځ ته شوې ده. هغه روښانه کړې ده چې دغه روغتیايي کارکوونکي په ښه وضعیت کې دي او اوس د هغوی د آزادولو له پاره له ځايي قومي مشرانو سره یوځای کار روان دی.

د غور د ولایتي شورا یوه ویاند محمد مهدوي، ویلي دي چې دغه کسان طالبانو برمته کړي دي. هغه زیاته کړې ده: «ولایتي شورا اوس د قومي مشرانو له لاري له طالبانو سره په تماس کې ده چې دغه روغتیایي کارکوونکي آزاد شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په دې پیښه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا کیدای شي یو جرمي عمل وي او طالبان به یې تعقیب کړي.

طالبان ډیر وخت پر افغان حکومت او نړیوالې ټولنې باندې غږ کوي چې د دوې تر کنترول لاندې سیمو کې روغتیایي خدمات وړاندې کړي. د تیرکال په سپتمبر میاشت کې طالبانو د رزګان ولایت څه نا څه ټول روغتیایي مرکزونه وتړل چې پر حکومت باندي فشار راوړي، ترڅو روغتیایي خدمتونه د دېو سیمو ته هم وغځوي.

dpa,afp(M.J/N.Z)