1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غیر قانوني توگه د واک د خپلولو په هکله د کیري خبرداری

سید ریاض۱۳۹۳ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې په غیر قانوني توگه د واک د تر لاسه کولو هره هڅه به له دغه هیواد سره د نړیوالو مرستو په بیه تمامه شي.

https://p.dw.com/p/1CXsd
انځور: Reuters

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرداری د افغانستان د دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنۍ پایلو تر اعلانیدو وروسته ورکړی دی چې د دواړو کاندیدانو تر منځ یې ناندرۍ رامنځ ته کړي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د دوشنبې په ورځ ناوخته اعلان شوي چې له مخې اشرف غني احمدزی تر خپل سیال ډاکټر عبدالله عبدالله مخکی دی. خو د ډاکټر عبدالله ویاند دغه پایلې رد کړي دي او دا یې د افغانستان د خلکو د ارادې پر ضد «کودتا» بللې ده. د ولسمشریزو ټاکنو د لومړینو پایلو له مخې اشرف غني احمدزي ۵۶،۴ سلنه او ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۳،۵ سلنه رایې گټلې دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوو د دواړو کاندیدانو تر منځ ناندرۍ لاپسې زیاتې کړې دي او د افغانستان د ثبات په اړه یې اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په یوه بیانیه کې خبرداری ورکړی دی چې «زه د افغانستان د احتجاجونو رپوټونو او دغه راز په اصطلاح [د یوه موازي حکومت] د جوړیدو په هکله یادونو ته له سختې انديښنې سره کتنه کوم. امریکا متحده ایالات له افغان انتخاباتي نهادونو څخه دا توقع لري چې ټولو معقولو تورونو او بې نظميو ته په هر اړخیزه توگه کتنه وکړي.»

کیري یادونه کړې چې «په غیر قانوني توگه د قدرت د لاس ته راوړلو له پاره هر ډول اقدام به له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې د مالي او امنیتي ملاتړ په بیه تمام شي.»

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني تیره ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «موږ په دغه پروسه کې د درغلیو تورونه نه شو ردولای. په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونه ښکیل وو او په ځینو مواردو کې دولتي چارواکي لکه والیان او نورو ټیټ پوړي چارواکي ښکیل ول.» د نورستاني په خبره د ټاکنو لومړنۍ پایلې د ټاکنو د گټونکي اعلانول نه دي او په «پایلو کې د بدلون امکان شته.»

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانيانځور: picture-alliance/dpa

د ولسمشرۍ بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمن رحیمي، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې «د ټاکنو د پایلو اعلانول، د افغانستان د خلکو د ارادې پر ضد کودتا ده. موږ ته د ټاکنو پایلې د منلو وړ نه دي.»

په داسې حال کې چې تیره شپه په کابل کې د اشرف غني پلویانو د هغه بریا لمانځله او د ډاکټر عبدالله پلویان په کابل کې د موټرو د کاروان په شکل کې سړکونو ته د احتجاج په بڼه راوتلي ول.

په تیرو ورځو کې په دې هکله خبرې اترې روانې وې چې د درغلیو په هکله څرنگه څیړنې وشي. د رپوټونو له مخې د اشرف غني ډلې ویلي دي چې د ۷۰۰۰ محلاتو د رایو د سره څیړنې پر سر راضي شوي دي. خو د ډاکټر عبدالله ټیم بیا د ۱۱۰۰۰ زرو محلاتو د رایو د تفتیش غوښتنه کړې ده.

د امریکا متحده یالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې د ورځې د پایلو وروسته ویلي دي چې دوی انتظار لري چې لږ تر لږه د ۷۰۰۰ محلاتو درې میلیونه رایې به له سره وشمیرل شي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي دي چې «د درغلیو جدي تورونه لگول شوي دي او اوس باید په دقیقه توگه وڅیړل شي.» همداشان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ټاکنو پایلې «وروستۍ او صلاحیت ورکونکي» نه دې گڼلي.