1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کي د ولسمشرۍ ټاکني پيل سوې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳, یکشنبه

فرانسه نن يکشنبه (۲۰۱۲ کال د اپريل ۲۲) ځان ته نوی ولسمشرټاکي. د ولسمشرۍ چوکۍ له پاره د اوسني ولسمشر نيکولاس سارکوزي تر څنگ ۹ تنه نورو سياستوالو هم ځانونه کانديد کړي دي.

https://p.dw.com/p/14j7Z
انځور: Reuters

د فرانسې په معاصر تاريخ کي هيڅکله داسي نه ده پېښه سوې، چي د ولسمشرۍ د ټاکنو په لومړي پړاو کي دي لا يو کانديد تر پنځوسو فيصدو زياتي رايي وگټي. ددې واري هم داسي اټکل کيږي چي د ولسمشرۍ ټاکني به دوهم پړاو ته وغځيږي. دوهم پړاو ټاکني ښايي د راتلونکي مېلادي مياشتي په لومړيو کي تر سره سي.

د ټاکنو د پېل تر مخه تر سره سوي احصائيې ښيي چي اوسنی ولسمشر نيکولاس سارکوزي او د هغه سيال کانديد فرانسوا هولاند چي د فرانسې د سوسيالست گوند مشر هم دئ، تر نورو ټولو کانديدانو زیاتي رايي وگټي.

د دواړو کانديدانو تر منځ ښايي سيالي سر په سر وي. په داسي حال کي چي په احصائيو کي د فرانسوا هولاند رايي تر سارکوزي لږ ډيري اټکل سوي دي.

په فرانسه کي د سياسي چارو کارپوه ډاکټر محمد اکبر وردگ وايي چي د بهرنيو چارو په سياست کي د سارکوزي او هولاند د پروگرام تر منځ توپير ډېر لږ دئ:

«د بهرنيو چارو د سياست په هکله د دواړو په پروگرام کي زيات توپير نسته. په زیاته بيا د افغانستان په هکله. يو لږ توپير چي سته هغه دا دئ چي ښاغلی فرانسوا هولاند وايي چي که ولسمشر سي نو په روان مېلادي کال کي به لا له افغانستان څخه خپل عسکر را وباسي. خو ولسمشر سارکوزي بيا وايي چي که يو وار بيا ولسمشر سي نو ښايي په پلان سوي وخت له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.»

په فرانسه کي د کډوالو موضوع هم د ټاکنيز کمپاين يوه مهمه موضوع ده. ولسمشر سارکوزي وايي چي که بيا ولسمشر سي نو به و فرانسې ته د کډوالو د ورتگ په شمېر کي پوره پنځوس فيصده کموالی راولي. د دې تر څنگ د سارکوزي د کورنيو چارو وزير د المان د کورنيو چارو له وزير سره په گډه يوه بيانيه خپره کړې وه، چي پکښي ويل سوي ول چي المان او فرانسه بايد دا حق ولري چي له اروپايي ټولني پرته له نورو هيوادونو سره په مشوره خپلي پولي کنټرول کړي. په داسي حال کي چي د شينگن تړون له مخي د غړو هيوادونو تر منځ د پولو کنټرول نه کيږي.

د سارکوزي د سياسي ډلې له خوا دا ډول څرگندوني د يو شمېر نيوکو سره مخامخ سوي وې، چي گويا نيکولاس سارکوزي غواړي چي د ښی اړخو فرانسويانو رايي هم خپلي کړي.

د فرانسې د ولسمشرۍ په ټاکنو کي دريمه مهمه کانديده مارين لېپېن ده، چي د ښې اړخ گوند مشره هم ده. د دغي کانديدي له پاره په ټاکنو کي د ۱۵ فيصدو رايو وړاند وينه سوې ده.

دغه سياستواله وايي چي د اسلام له اغېز او کډوالو له«سېلاب» څخه به فرانسه وژغوري.

احمدولي اڅکزی
کتونکی:نجيب الله زيارمل