1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې پر مهاجرو يرغلونه شوي

۱۳۹۴ بهمن ۲۴, شنبه

ناڅرګندو وسله والو ډلو د فرانسې په شمال کې پروت کالې ښار کې د شپې له خوا مهاجر په نخښه کړي دي. له دې کبله داسې اندېښنې شته چې دغه ښار به د مهاجرو ضد احساساتو يو بل مرکز وګرځي.

https://p.dw.com/p/1Huqx
انځور: picture alliance/dpa/Y. Valat

د مهاجرو دغه تعقيب کوونکي چې ځينې يې مخپټي ګرځي د شپې له خوا له ځان سره سوټي، پنجه بُکسونه، اوښکن ګاز او چړې ګرځوي. دغه خبره مهاجر او هغه ګروپونه کوي چې مهاجرو ته طبي او حقوقي مرستې برابروي.

له مياشتو راهيسي تر اوږدو ترتيب شوو بريدونو وروسته پوليسو د پنجشنبې په ورځ لومړني کسان ونيول. اووه تنه داسي کسان نيول شوي دي چې د اوسپني کوتکونه او ربړي سوټي هم ورسره ول. دغه شکمن کسان په دې تورن دي چې پر پنځو تنو عراقي کردانو يې په لون پلاژ کې بريد کړی دی.

دغه بندري ښار د کالې او څېرمه دونکيرک ښارونو تر منځ پروت دی. د دونکيرک څارنوال، ايريک فوارد، وايي چې پر دغو اوو تنو باندي تور دی چې ډله ايز تاوتريخوالی يې کړی دی او دا چې د تشدد کولو په موخه يې يوه ډله جوړه کړې ده. ځينې دغه نارينه چې سنونه يې د ۲۴ او ۴۷ کلونو تر منځ دي، وايي چې هغوی د کالې د افراطي ښی اړخو ډلو پلويان دي.

فوارد دا هم وايي چې «دوی په دې اند دي چې په فرانسه کې تر حد ډېر مهاجر شته» او زياتوي چې د اوو نارينه وو له ډلي څخه يو د فرانسې له برېتانيايي سيمې او بل د پاريس له شاوخوا څخه راځي.

پوليسو هم په تاوتريخوالی تورن شوي دي

د کالې د پنډغالي د حقوقي مرکز مشرې، ماريان هومبرسوت، د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې پوليس هم په پر له پسې توګه له مهاجرو سره تاوتريخوالی کوي. هومبرسوت خبريالانو ته وويل چې هغې د تاوتريخوالي پر ضد ۱۳ حقوقي دعوې جاري کړې دي چې پنځه يې د ناڅرګندو وسله والو ډلو او اته يې د پوليسو پر وړاندي شوي دي. نوموړې زياتوي: «زما سره يو ۱۳ کلن هلک دی چې پښه يې ماته شوې. لس ورځې مخکې له دې چې پر هغه باندې د پوليسو له خوا بريد وشي، نژاد پالونکو د ده پزه ورماته کړې وه.»

هغه مهاجر چې لويې بريتانيا ته د اوښتلو په موخه په کالې کې سره راغونډ شوي دي، له ډېري مودې راهيسې د پوليسو له سخت چلن څخه سر ټکوي. دغه خبره د طبي راپورونو له اړخه هم تائيديږي. خو په دې وروستيو کې شوي بريدونه د اټکل له مخې صحيح ترتيب او پلان شوي دي.

هغه د ملېشې ډوله ډلو له خوا تر سره کيږي چې دا د تاوتريخوالي د کچې يو نوی بعد دی. په دې وروستيو کې کالې ښار د يوې کلا په څېر برېښي ځکه چې لويې بريتانيا ته د اوښتنګ د مخنيوي په خاطر د پوليسو له خوا په پر له پسې ډول چاپې وهل کيږي.

په دغه ښار کې اغزن تار غځول شوی دی او د پوليسو د موټرو سره او شنه چراغونه ډېر ليدل کيږي. د ښار اوسېدونکي هم سره وېشلي دي، ځينې د مهاجرږ پر ضد او نور د هغوی په ملاتړ کوڅو ته د لاريونونو له پاره سره راوزي.