1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په فرانکفورت کې د یوه بم له کبله په زرها کسان بې ځایه شوي

۱۳۹۶ شهریور ۱۲, یکشنبه

په فرانکفورت کې نزدې ۶۰ زره ځایي اوسیدونکي له دې کبله له خپلو کورونو څخه په موقتي توګه بل ځای ته لیږدول شوي دي چې کارپوهان غواړي د دویمې نړیوالې جګړې د دوران یو بم خنثي کړي.

https://p.dw.com/p/2jHhI
Bombenentschärfung Franfurt am Main
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

دا د نړیوالې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته په آلمان کې له یوه ځایه د اوسیدونکو تر ټولو لویه تخلیه ده. په دې ترتیب سره نو د فرانکفورت د یوه ښارګوټي په زرهاو اوسیدونکي اړ شوي دي چې خپل کورونه پریږدي ترڅو کارپوهان دغه زوړ بم خنثی کړي.

چارواکو د ویستند سیمې له ۱،۵ کیلومتره سیمې څخه ۶۰ زره کسان نورو ځایونو ته لیږدولي دي. کارپوهانو ګواښ کړی دی چې که دغه ۱،۵ ټونه وزن لرونکی بم وچوي نو ډیره سیمه ویجاړولی شي.

پولیسو ویلي دي چې هغوی په کور په کور وګرځي او خلک به نورو سیمو ته تلو ته اړ کړي او د اړتیا په صورت کې به آن له زوره هم کار واخلي. د زړو او ناروغه کسانو د لیږد له پاره له امبولانسونو او نورو ترانسپورتي وسایطو څخه هم کار اخیستل شوی دی.

د بم د څلور ساعته خنثی کولو عملیاتو په جریان کې د ښار له لوی سرپټي تجارتي مرکز څخه کې د موقتي سرپناه په توګه کار اخیستل کیږي.

خنثی کیدونکی بم د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د بریتانیاوي ځواکونو دی. دغه شان بمونه په آلمان کې ډیر موجود دی. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال متحدو ځواکونو پر آلمان باندې ۱،۵ میلیونه ټونه چاودیدونکي مواد واچول چې له کبله یې ۶۰۰ زره کسان ووژل شول او ښارونه له خاورو سره خاورې شول. اټکل کیږي چې د اچول شویو بمونو له ډلې څخه ۱۰ سلنه یې نه دي چاودیدلي.