1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فراه کي تښتول سوي ماين پاکان آزاد سول

۱۳۹۰ تیر ۲۰, دوشنبه

د تښتول سويو ماين پاکانو له جملې څخه 27 يې بيرته آزاد سوي او څلور تنه يي وژل سوي دي. دا خبره د ماين پاکۍ د يوې مؤسسې چارواکو د آلمان خبري آژانس،DPA، ته وکړه.

https://p.dw.com/p/11srZ
د ماين پاکانو يوه ډله په بکوا کي د کار پرمهال تښتول سوي ول
د ماين پاکانو يوه ډله په بکوا کي د کار پرمهال تښتول سوي ولانځور: Organisation mag/MA Group Lebanon

په عين وخت کي د فراه والي، روح الله امين، دويچه ويله ته د تليفون پر کرښه ددې خبري پخلی کړی دی.

د افغانستان د ماين پاکۍ مؤسسي منيجر، داؤد فراهي ويلي: « زموږ 27 مين پاکان تيره شپه آزاد سول.» هغه زياته کړه. « موږ د قومي مشرانو له لاري له اختطاف کونکو سره په خبرو اترو لګيا ؤ. د دې خبري اترو په نتيجه کي هغوی آزاد سول.»

فراهي وويل، چي د تښتول سويو له جملې څخه د يو سر پرې سوی. هغه وويل چي درې نور په مردکو ويشتل سوي دي. فراهي وويل چي نورو ته مخکي له دي چي خوشي سي، ګواښ وسو چي وروسته له دې د بهرنيانو او« کافرانو» سره دي کار نه کوي.

زور پالونکو، داړه مار او لوټ ماري ډلي د فراه په دښت بکوا کي په جنايي فعاليتونو لاس پوري کوي.

د آلمان د خبري آژانس په رپوټ کي د طالبانو د يو وياند، قاري محمد يوسف احمدي له خولي ويل سوي، چي د هغه ډله په دغه اختطاف کي لاس نه لري.

بهرنيان او افغانان چي له نړويالو سازمانونو سره کار کوي، وخت په وخت د ياغيانو او نور ډلو له خوا د پيسو د تر لاسه کولو له پاره د بنديانو د معاوضي په مقصد تښټول کيږي.

د ماين پاکانو دغه ډله د تيري چهار شنبې په ورځ د فراه ولايت د بکوا ولسوالۍ شوالګا نومي سيمي څخه د ماين پاکولو پر مهال وتښتول سوه. د دغه ولايت والي روح الله امين د تښتول سويو کسانو شمير تر ۳۱ تنه وښود.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل