1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فراه کي ۱۳ تنه پوليس له وسلو سره تښتېدلي

۱۳۹۱ مرداد ۳, سه‌شنبه

د فراه ولايت چارواکو هغه خبر تائيد کړ، چي د پوليسو يو قوماندان له ۱۳ تنو نورو پوليسو سپکو او درنو وسلو سره يو ځای تښتېدلی دئ. وسله وال طالبان وايي، چي هغه دوی ته ور تسليم سوی دئ.

https://p.dw.com/p/15e2N
انځور: DW

په سهل لوېديځه حوزه کي د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي له رسنیو سره په تليفوني خبروکي ادعا کړې ده چي په هرات او فراه کي په لسونو ملي او محلي پولیسو ور تسليم سوي دي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزرات دغه ادعا نه مني. ولي د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندی، بیا دغه خبره تائيدوي او وايي، چي ددغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې یې د پولیسو یوه قوماندان خپل څوتنه مسموم کړي دي او له ۱۳ تنو نورو پوليسو سره ورک دئ.

هغه دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته د تليفون پر ليکه وويل:«د بالابلوک وسلوالۍ یو امنیتي قوماندان میرویس له ۱۳تنو پولیسو، رنجیر موټر، یوه ټانک او۲۰میله وسلې سره ورک دئ. دا معلومه نه ده چي دی به طالبانو ته ورغلی وي او که به بل پلان ولري د پيښي په اړه څېړني رواني دي.»

دغه راز طالبانو ادعا کړې ده، چي د هرات ولايت په چشت شریف ولسوالۍ کي د محلي پولیسو (اربکیانو) یو قوماندان سیدالله، له څه د پاسه ۱۰۰ تنو اربکیانو سره دوی ته تسليم سوی دئ. دغه ادعا بيا هم د کورنیو چارو زارت د ویاند له خوا بې اساسه بلل سوې ده.

که چيري رشتيا هم په دغه شمېر پوليس او محلي ځواک د دولت د مخالفينو خوا ته ور اوښتی وي، نو دا به په تيرو څو کلونو کښي لومړی ځل وي چي د دولت وسله والو مخالفينو ته په دغه شمېر امنيتي ځواک ور تسليميږي.

وسله وال طالبان په دې وروستيو وختونو کښي د پولیسو او ملي اردو په لیکو کي د نفوذ خبره کوي، خو افغان حکومت ئې، ادعا ردوي او وايي، چي په امنيتي ځواک کي هيڅ څوک داسي نه سته چي د دولت د وسله والو مخالفينو سره دي لاس ولري.

دا يوازي د هرات او فراه ولايتونه نه دي، چي اوس پکښي د ملي پوليسو او محلي پوليسو د ورکېدو خبره کيږي، بلکي د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کي هم په دې وروستيو کي د ۲۵ تنو محلي پوليسو د ورکېدو خبر دولتي مامورینو تائيد کړی دئ.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل