1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په فراه کې یوه ملا د خپلې کورنۍ د غړو په ګډون یوولس تنه ووژل

۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

د فراه ځايي چارواکو ویلي چې په خاک سفید ولسوالۍ کې یوه ملا امام تر کورني جنجال وروسته، د خپل کورنۍ د غړون په ګډون یوولس تنه وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي. په وژل شویو کې د ملا امام د کورنۍ غړي او خپلوان شامل دي.

https://p.dw.com/p/3K7mu
Karte Afghanistan Provinz Farah Englisch
انځور: DW

د فراه د ولایتي شورا سرپرست شاه محمود نعیمي، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه پیښه د دوشنبې په شپه رامنځ ته شوې ده چې په ترڅ کې یې ملا امام لومړۍ د خپلې کورنۍ او خپلو خپلوانو له ډلې څخه یوولس غړي د کلاشینکوف په ډزو وژلي او بیا یې پر ګاونډیو هم ډزې کړي دي چې په پایله کې یې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي.

نعیمي زیاته کړې ده: «په دې پيښه کې د ملا امام ښځه، لوڼې، زامن وژل شوې او د ګاونډیو پنځه تنه ټپیان شوې چې یو تن یې په روغتون کې ساه ورکړې.»

د فراه ولایتي شورا سرپرست روښانه کړې ده چې پیښه په داسې یوې سیمې کې رامنځ ته شوې چې وسلوالو طالبان په کې پیاوړی حضور لري. هغه ویلي چې دغه کس اوس طالبانو له ځان سره بیولی دی، او لا تر اوسه پورې یې برخلیک روښانه نه دی.

د خاک سفید ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ناصر خان، دویچه ویله ته ویلي چې دي د دغې مرګونې پیښه لامل د ملا امام او د هغه د ښځې تر منځ رامنځ ته شوې شخړه وه: «د ملا امام اولادونو د خپلې مور پلوي کړې چې وروسته ملا امام په غوسه شوی او د ټوپک په مرسته یې ډزي او وژنه پیل کړې.»

د فراه د ولایتي شورا یوه بل غړي خیر محمد نوروزي، بیا دویچه ویله ته ویلي دي چې په دې پیښه کې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي. د فراه والي بیا هغه کس ته چې د دې ملا په نیولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي، د انعام ورکولو اعلان کړی دی.

د فراه د امنیه قومندان سمنوال محې الدین خیرخواه، ویلي دي چې د خاک سفید ولسوالۍ پولیسو ته یې په دې اړه د څیړنو هدایت ورکړی دی. هغه تایید کړې ده چې تر اوسه پورې ملا امام د پولیسو منګلو ته نه دی لویدلی.

 عتیق الله مطمئن/ هرت