1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په فراه کې یو ولسوال، زوی او پنځه ساتونکي یې وژل شوي

۱۳۹۶ مرداد ۴, چهارشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په فراه ولایت کې د سړک د غاړې یوه ماین د شیبکو ولسوال، د هغه زوی او پنځه ساتونکي یې وژلي دي. په وروستیو وختونو کې وسله والو طالبانو پر افغان چارواکو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2h9DK
Karte Afghanistan Provinz Farah Englisch
انځور: DW

د فراه ولایت ویاند محمد ناصر مهري، د سه شنبې ورځې پیښې پړه پر طالبانو باندې اچولی ده. خو دغې ډلې لا تر اوسه پورې د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

د مهري په خبره ولسوال چې عبدالرحیم حیدري، نومید د خپل کور پر لور روان وو چې موټر یې د سړک د غاړې ماین ښکار شو. په موټر کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.

طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. هغوي په وروستیو وختونو کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو د یو شمیر ولسوالیو په نیولو هم توانیدلي دي.

د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی.