1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فساد کي ښکېلو داکترانو ته د جزا غوښتنه

محمد قاسم نوري (يوليا)۱۳۹۱ دی ۱۴, پنجشنبه

په آلمان کي اوس پر دې باندي بحثونه روانه دي، چي هغه داکټران چي مريضانو پر يوه مشخص درملتون باندی د دوا ليکلو په مقابل کي پيسې يا سوغاتونه اخلي، آيا هغه ته رشوت ويل کيږي که څرنگه؟

https://p.dw.com/p/17Cxm
انځور: Fotolia/LUCKAS Kommunikation

د آلمان نیمه دولتي صحي بیمه غوښتنه کوي چي د دې امکانات بايد پیدا سي چي هغو داکټرانو ته چي له مریضانو څخه یې د یوې کمپنۍ د مشخصي دوا د ورکولو په مقابل کي پیسې یا تحفې اخیستي وي، جزا ورکړل سي.

د۲۰۱۲عيسوي کال د جون په مياشت کي د جرمني ستري محکمې نه سوای کولای د قوانینو مطابق په اوس وخت کي داکټرانو ته دغه ډول یوه جزا ورکړي. تر دې وروسته قاضیانو او  سیاستمدارانو خبر ورکړی چي دوی به د قانون دغه خلا ډکه کړي. خو د آلمان د روغتیا وزیر دانیل بارلا تر اوسه پوري دغه ډول یوه فیصله نه ده کړې.

د ده ویاندي د چارشنبې په ورځ په برلین کي وویل چي په اوس وخت کي دا ډول یوه تغیر ته حاجت نسته، ځکه چي روغتيايي سيستم مکمل دی. د روغتیا وزیر دانیل بار په دې اړه وايی:

«دا چي دغه موضوع به د جزا د قانون له لاري حل کړو، زه پر دې خبره باندي شک لرم. موږ د روغتيايي سيستم د مقرراتو له لاري د دې امکانات او وسایل په اختیار کي لرو چي داکټران ژر محاکمه سي.موږ باید وکولای سو، چي دوی ژر او په اسانۍ سره جزا وویني خو په اوس وخت کي په دې اړه د جزا په قانون کي د تغیراتو راوستل لازمي نه بولم.»

په حقیقت کي روغتيايي سيستم تکمیل هم دی. له هغه څخه کیدلای سيي په ځینو برخو کي شخصي استفادې هم وسي. د «پرو هونوره» په نامه د اداري فساد د اتحادیې رئیس، مدافع وکیل مالټه پسارګه د مثال په ډول د درملتونواو داکټرانو ګډ کار ته اشاره کوي. داسي یو داکټر چي مثلاً د سرطان په مرض اخته ناروغ یوه معین درملتون ته استوي، چي شاید په همدغه تعمیر کي وي، چي دوا ورڅخه واخلي.

د سرطان په تکلیف اخته دغه مریض له پاره کیدلای سي عادي دواپه۱۰۰۰یورو تمامه سي. درملتون بیا کولای سي له داکټر څخه په دې ډول مننه او قدرداني وکړي، چي دی مثلاً په خپله ګټه کي شریک کړي او یا داچي درملتون د ده د معاینه خانې ګرده مصارف پرغاړه واخلي.

د دوا خرڅولو له کمپنيو سره هم په اصطلاح دغه ډول ګډ کار په تکرار سره د جرو بحث اجندا ګرځېدلې ده. پسارګه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «که څه هم په روغتيايي څانګه کي د رشوت او تحفو اخیستل ډیر عام سوي دي، خو نباید ټوله داکټران په هغو کي شامل کړو. له بلي خوا په دې منځ کي د روغتيايي څانګي اقتصادي ګټي حتی د موټرانو تر خرڅلاو هم ډيري سوي دي.»

خو دا چي د ډاکټرانو له خوا د رشوت او یاسوغاتو اخیستل په کومه اندازه پراخ او ډیر دي، د هغه په اړه پوره معلومات نسته. ځکه د پسارګه په عقیده پرهغوی باندي د شواهدو اواسنادو پیداکول سخت کار دی. دوی کیدلای سي په تصادفي ډول رسوا سي، مثلاً په مستوفیت کي د مالیې ورکولو پرمهال.

د جرمني د مسيحي ديموکراتانود ګوند د صحي مسایلو کارپوه یېنس شپان له فرانکفورتر الګماینین ورځپاڼي سره په خبرو کي ویلي دي، چي دغه ډول په زرونو قضیې سته. د ترانپرنسي انترنېشنل د صحي مسایلو کارپوه او د آلمان په پارلمان کي د سوسيال ديموکراتانو د گوند پخوانی وکیل ولفګنګ ؤډارګ هم د جنايي ماهرینو په حواله وايي چی «په روغتيايي برخه کي اختلاس او رشوت اخیستل اوس د تعمیراتي کارو په څانګه کي تر اداري فساد هم اوښتی دی.»