1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فوټبال کي هم غاښونه لگيږي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۴, چهارشنبه

د اروکوای ملي لوبغاړی لويس سوارز چي په برازيل کي د فوټبال په نړيواليو سياليو کي هم ښه ځلېدلی کېدای سي چي د غاښ لگولو په خاطر په دغو سياليو کي نور نه ولوبيږي. هغه له ايتاليا سره په لوبه کي خپل حريف ته غاښ ور ولگوی.

https://p.dw.com/p/1CPiH
انځور: picture-alliance/dpa

ويديوگاني ښيي چي سوارز د ايتاليا لوبډلي سره په لوبه کي د ايتاليا د دفاع يوه لوبغاړي جورجيو کيليني ته پر اوږه باندي غاښ ورلگولی دی.

د فوټبال نړيوال فدراسيون (فيفا) ويلي دي: «موږ د لوبي رسيمي راپورونو ته په تمه يوو او په دې اړه د اسنادو په راټولو بوخت يو.» فيفا دا يوه شرمونکې پيښه بللې ده او زياته کړې يې ده چي نه پوهيږي څه وکړي.

کله چي د لوبي په ۷۹ دقيقه کي کيليني پر اوږه باندي په غاښ سوو هغه خپل له اوږې څخه کميس کش کړ او ريفري ته يې ور وښود چي غاښ په لگول سوی دی، خو د لوبي مکسيکويي ريفري هغه ته پاملرنه نه وکړه او لوبي ته يې د ادامې بلنه ورکړه.

اوس بايد فيفا پريکړه وکړي چي سوراز به په دغو سياليو کي لوبو ته دوام ورکړي که نه.

ايتالوي بولغاړي کيليني تر لوبي وروسته په يوه مرکه کي وويل: «دا ډيره دردونکې وه چي سوراز ته سور کارت ور ښکاره نه سو.» هغه وويل چي سوراز په دې پوهېدی چي ښه کار يې کړی نه دی، ځکه يې نو سمدلاسه خپل ځان پر مځکه واچاوه او خولې ته يې لاس ونيو.

سوارز له ايتاليا سره په لوبه کي
سوارز له ايتاليا سره په لوبه کيانځور: picture-alliance/CITYPRESS 24

دا لومړی وار نه دی چي سوراز غاښونه لگوي. هغه په غاښ لگولو باندي شهرت لري.

دريم واري غاښ لگول

د اروگوای لوبغاړي سوارز چي په ۲۰۱۰ کال کي له هالند سره په لوبه کي اوتمان باکل ته غاښ ور ولگاوه، يو شمېر خلکو هغه ته د «آدمخور» لقب ورکړ. سوارز بيا د دغي خطا په خاطر له اوو لوبو څخه محروم سو او نغدي جريمه يې هم ورکړه چي مبلغ يې معلوم نه سو.

دغه فارورد بيا دوهم واري په ۲۰۱۳ کال کي چي د انگلستان په ليورپول لوبډله کي يې لوبه کوله هم د مقابل لوبډلي د دفاع يوه لوبغاړي برانيسلاو ايوانوويچ ته پر اوږه غاښ ورلگولی وو. په هغه لوبه کي هم ريفري دغه پيښه نه وليدل او بيا وروسته د بريتانيا د فوټبال اتحادې هغه له لسو لوبو څخه محروم کړ.

البته يوازي د سوارز غاښونه نه دي چي اروگوای ته ستونزي پيښوي، بلکي د ۲۰۱۰ کال په نړيوالو لوبو کي له گانا سره په لوبه کي يې هم تو په لاس راوگرځاوه او تر لوبي وروسته يې په شوخۍ سره وويل: «ما لوبي ته نجات ورکړ.»

سوارز دغه راز د نژادي توپير په خاطر هم په ۲۰۱۱ کال کي په بريتانيا کي له ۸ لوبو څخه منع سوی وو.

اوس سوارز د دې خطر گواښيي چي کېدای سي فيفا داسي پريکړه وکړي چي له دغو روانو نړيوالو لوبو څخه يې وباسي او نزدې دوه کاله له لوبو څخه محروم سي. خو دا لا معلومه نه ده چي دغه محروميت به يوازي د نړيوالو لوبو په برخه کي وي که د ليورپول په برخه کي هم چي هغه پکښي لوبيږي.