1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قرغان ولسوالۍ کي د ملي پيوستون پروګرام بشپړ سو

۱۳۸۹ دی ۲۷, دوشنبه

د فارياب ولايت ددغي ولسوالۍ کليوالي شوراګانو چي ۶۷ مختلفي پروژې ټاکلي وې، په تطبقولو سره يي دغي ولسوالۍ ته يو نوی رنګ وربخښلی او په ډيرو برخو کي د دغه ولسوالۍ د خلکو ستونزي هواري سوي دي.

https://p.dw.com/p/QsuK
په ليري پرتو ولسواليو کي تر ډيره ځايه د ځښاک د اوبو ستونزي سته
په ليري پرتو ولسواليو کي تر ډيره ځايه د ځښاک د اوبو ستونزي ستهانځور: DW

په شمال او شمال لوديځو ولايتنو کي د ملي پيسوستون د ساحوي يا ولايتي دفتر مطبوعاتي مسوول فريد سعادت وايي د قرغان په ولسوالۍ کي ۶۷مختلفي پروژې په کلو کي بشپړي سوي.

دهغه په خبره دا هغه پروژې دي چي د ملي پيوستون د پروګرامونو د پيل راهيسي په تدريجي ډول يو په بل پسي يې کارونه خلاص او په دغه ولسوالۍ کي د ملي پيوستون پروګرام پای ته ورسيدی.

نوموړی وايي: « دغه پروژې د څښاک د پاکو اوبو څاګاني، ټولنيز مرکزونه ، پلونه، پلچکونه د اوبو زيرمي ، د سړکونو ډمبرول د ښونځيو لپاره ودانۍ او ښونيز کورسونه دي چي د ۲۲زره کورنۍ يي له ګټو څخه برخه مني سوي.»

سعادت زياتوي په دغو پروژو۱۱۰ مليونه اته سوه ۲۹ زره افغانۍ لګښت راغلی. چي دغه پيسي د نړيوال بانګ لخوا ورکړل سوی. لس فيصده د سيمي د خلکو مالي مرسته هم پکښي شامله ده.

د قرغان ولسوالي د يوې شورا مشر ګلبدين وايي:« زموږ هيواد په درو لسيزو کي ډير ويجاړ سوی خو له نيکه مرغه بير ته د جوړيدو په حال کي دی خو زما هيله داده چي د بيارغوني بهير نورهم ګړندی سي.»

د نوموړي ولسوالي يو بل اوسيدونکی ابراهيم وايي:« د ملي پيوستون د پروګرام له لاري زموږ مشکلات تقريباً حل او په ډيرو برخو کي اسانتياوي برابري سوي دي. موږ له دغه پروګرام څخه رضايت لرو.»

فارياب په شمال کي هغه ولايت دی چي ۸۰ په سلو کي غرنۍ او د ملي پيسوستون د پروګرامونو د مسوولينو په وينا د دغه ولايت سيمه ايزو شوراګانو مختلفي پروژې ټاکلي چي يو شمېر يې بشپړي او نوري به يې د روان کال تر پاپه پوري بشپړي سي.

عبدالحميد صافی/ فارياب

کتونکی: نجيب الله زيارمل