1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قرغزستان کي سمدلاسه زور زياتي کم شوی دی

۱۳۸۹ خرداد ۲۹, شنبه

خو د کډوالو نوي لالهانده ژوند او د لا درک شوو خپلو خپلوانو پسي لټون د قرغزستان د روان ناورين حالت بربنډوي. عبوري حکومت د لمسونکو له خوا د نوو ناکراريو خبرداري ورکوي، له هغو څخه يی يو ګڼ شمير بنديان نيولي دي.

https://p.dw.com/p/NxYE
په قرغزستان کی ماشومان د سولی لپاره دعا کوی
په قرغزستان کی ماشومان د سولی لپاره دعا کویانځور: AP

قرغزستان او ازبکستان د جمعي په ورځ د اوش په جنوبي بندري ښار کي په خپلو منځو کي د بنديانو د معاوضي کار پيل کړ. د قرغزستان د اوش د ښار د پوليسو قوماندان، سوان علي ايف وويل: « په دغه اقدام په ناڅاپي توګه لاس پوري شو. دا چي د څو ورځو خونړوي اخ او ډب کي څه شمير کسان بنديان ونيول شول، لا تراوسه په دقيقه توګه پوليسو ته هم معلومات نه دي شوي.»

هغه زياته کړه چي ازبکي او قرغزي ډلي خپله بندو بست کوي. «د پوليسو حضور ته په ښه سترګه نه کتل کيږي.» په خاصه توګه ازبک لږکيو د قانون په واکمني باندي خپل باور له لاسه ورکړي. د ازبکانو ټولني د قرغزستان پر پوليسو او پوځيانو باندي تور لګوي چي د تيرو ورځو په بيرحميو کي دوي لاس لري.

اوش ته د قرغزستان د عبوري حکومت مشره، روزا اوتونون بايفا ورغله او هلته له خلکو سره مخامخ شوه چي هغي ته يي د خپلو مړه شوو او لا درک شوو خپلوانو عسکونه ورښکاره کړل.خلکو د هغي په وړاندي غبرګون ښکاره کړ. یو ازبک کډوال په قهر او غوصی سره هغی ته وویل:

« پرون يي زما کوچني ورور وتښتاوه. يو بل سړي پر سر ووهل شو. په ځمکه ولويد او ډير وروسته بيرته په هوښ راغي. هغه وليدل چي پر خلکو نور څه راغلل. زما ورور بيرته راکړي، هغه چيری دی..»

Flüchtlingslager Kirgistan Kirgisistan Kirgisien
An ethnic Uzbek refugee walks in a newly set-up refugee camp near the eastern Uzbek city of Andijon while waiting to cross the border into Uzbekistan, Monday, June 14, 2010. Thousands of refugees have fled the pogrom that began last week in southern Kyrgyzstan. (AP Photo/Faruk Akkan, CHA) ** TURKEY OUT **انځور: AP

د عبوري حکومت مشر اوتونباياف د خپل هيواد په جنوب کي پر خلکو باندي غږ وکړ چي خپلي وسلي پر ځمکه کيږدي او په لمسونو لاس پوري نه کړي. د سوله ساتو عسکرو پر ځاي هغوي اوس له بهر څخه بشري مرستو ته انتظار ولري، د مرستو بهير ډير ورو دی.

خو د اوش ډيري اوسيدونکي باور نه لري چي دغه نوي سوله دي زياته دوام ولري. ډير زيات خطر دي چي بيا په لسمونو لاس پوري شي او بيا د بيګناهو خلکو ويني توي شي. د قرغزستان ازبک لږکي د قرغزيانو له غچ اخيستلو څخه ويره لري. د حکومتي چارواکو دي غوښتني ته چي د مينو ترمينځ اچولي شوي چوڼي دي ليري کړای شی، ډيرو لږو خلکو پاملرنه کړي ده.

په اوسني وخت کي يواځي قومي مشران او سپين ږيري دي چي هڅه کوي ترڅو په قرغزستان کي د قومي ناکراريو مخه ونيسي او خلک په خپل منځ کي سره جوړ کړي. هغوي خلکو ته بلنه ورکوي، يو ځاي ورسره لمونځونه کوي او بيا ورسره رګو ته کښيني. عبدين شاکروف چي په خټه ازبک دی او د زور زياتيو له امله له خپلي مينيی کډه کيدو ته مجبوره شوي دي وايي:

« قرغزيان زمونږ ورونه دي. خو شيطانانو زمونږ تر منځ بيلتون رامنځ ته کړ. نه قرغزيان ملامت دي او نه هم ازبکان. ټول يو ولس پوری اړه لرو. په هر ولس کي خايين شته دي. خو د دي مسايلو سره سره بايد خپل ورورګلوي وساتو.»

عبوري حکومت وايي چي د ناکراريو ډير لمسونکي کسان يي ونيول. حکومت د خونړيو پيښو ملامتي د راپرځول شوي جمهور رييس باقي ايف قومي خپلوانو باندي اچوي او وايي چي د باقي ايف يو ځوان زوي، ماکسيم باقي ايف، په بريتانيا کي ژوند کوي او له هغه ځايه لمسنونکو ته پيسي استوي. د قرغزستان حکومت د هغه د نيولو لپاره د نړيوالي مرستي غوښتنه کړي ده.

خپله باقي ايف په سپينه روسيه کي جلا وطنه ژوند پيل کړي. او سپينه روسيه د هغه له تسليمولو څخه ډډه کړي. کورمانبيک باقي ايف د خپل هيواد د عبوري حکومت دا تورونه ردوي چي په وروستيو خونړيو پيښو کي لاس لري. امريکا متحده ايالاتو او روسيي له نوموړي حکومت څخه وغوښتل چي يو ناپلوي پلټونکي کميسيون وټاکي چي نه يواځي د پيښيو عاملين پيدا کړي، بلکه د سيمه ايزو چارواکو چارلچلندونه هم تر پلټني لاندي ونيسي.

کريستينا ماګل/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي