1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قرغه کې د مړو شمیر لوړ شوی دئ

۱۳۹۱ تیر ۲, جمعه

د وروستیو راپورونو له مخې په قرغه کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۰ تنو ته لوړ شوی دئ. ناټو ویلي دي چې په قرغه کې د سپوږمۍ په هوټل باندې د حملې بندوبست د حقانی ډلې کړی دئ. دغه ډله له طالبانو سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/15JQG
انځور: picture-alliance/dpa

تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، له المان غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې جگړې پاې ته رسیدلې ده او اوس د ملکي تلفاتو په اړه څیړنې روانې دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه پیښه غندلې ده او ویلي ئې دي چې پر داسې ځایونه باندې بریدونه کول چیرې چې خلک د تفریح او سیل له پاره ځي، د مخالفینو ضعف څرگندوي.

د افغانستان خاص امینتي پولیسو د ناټو د ځواکونو په مرسته د کابل د قرغې د بند د تفریحي ځای په مشهور هوټل کې ۱۲ ساعته محاصره پای ته ورسوله. د کابل د امنیې قوماندان جنرال سالنګي دویچه ویله (المان غږ) ته وویل:

«ترهګرو حمله د شپه د یولس نیمو بجو په شاوخوا کې پیل کړه.» هغه وویل چې برید کوونکي چې په راکټ لانچرونو، لاسي بمونو او ځانمرګي واسکټونو سره سنبال ول، په لومړي سر کې د هوټل محافظین ووژل او بیا هوټل ته ورننوتل.

افغان چارواکو او دسیمې اوسیدونکو ویلي دي چې په هوټل کې ځینو میلمنو له ویرې د قرغې د بند اوبو ته ور ودانگل. ویل شوي دي چې د حملې پر وخت په هوټل کې ۳۰۰ کسان موجود ول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ۱۲ تر ۱۵ تنو ولسي خلک په دې خونړۍ حمله کې وژل شوي دي. د کورنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا په لومړي سر کې د هوټل دوه تنه ساتونکي ووژل شول. د صدیقي په وینا پنځه تنه برید کوونکي هم په حمله کې وژل شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندان سالنګي دویچه ویله ته وویل، که څه هم حمله په نیمه شپه کې پیل شوه، خو امنیتي ځواکونو «د ولسي خلکو د ځان ساتنې له امله د سهار په اتو بجو په عملیاتو پیل وکړ.»

دا تر اوسه پورې سمه روښانه شوې نه ده چې د هوټل میلمانه څرنګه ووژل شول.
ویل شوي دي چې ډیری میلمانه د «زوکړې د سالګرې» د یوې لمانځنې له پاره راټول شوی ول. د کورنیو چارو د وزرات ویاند وویل چې برید کوونکو شاوخوا ۵۰ تنه ولسي خلک یرغمل نیولي ول او له هغو څخه ئې د ډال په توګه کار اخیسته.

د صدیقي د وینا له مخې له هغې وروسته د افغانستان د پولیسو خاصو ځواکونو په عمل لاس پورې کړ او پنځه واړه برید کوونکي ئې ووژل.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان الن ویلي دي:

«د افغانستان د استخباراتي ادتری او د ائتلافي ځواکونو د سرچینو د معلوماتو له مخې د دغې حملې تر شا د حقاني شبکه ولاړه ده.» د هغه د وینا له مخې دغه ډله په پاکستان کې اډې لري او وخت په وخت د افغانستان په دننه کې د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد په عملیاتو لاس پورې کوي.

د کابل پولیسو د څیړنې د ادارې مشر جنرال محمد ظاهر د رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «دا د بشریت خلاف یو جرم دئ. ځکه چې هغوی (وسله وال مخالفین) هغه ماشومان، ښځې او ملکي وگړي په نښه کړې دي چې د تفریح له پاره قرغې ته تللې ول. په دغه سیمه کې حتې یو دولتي سرتیری هم نه وو.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض