1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قزاقستان کی نهه تنه سخت دریځي وژل سوي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۷, جمعه
https://p.dw.com/p/15rdA

د رسمي معلوماتو له مخی په قزاقستان کې د ترهګرې پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه سخت دریځي وژل سوي دي. د شوروي اتحاد د دغه پخواني جمهوریت لوی څارنوال د جمعې په ورځ وویل چې یو تن چارواکی هم په دغو عملیاتو کې ټپي سوی دئ. ویل کیږي چې ترهګرو هغه وخت په برید لاس پورې کړ کله چې خاصو امنیتي ځواکونو غوښتل هغوی ونیسي. دغه اسلامي هیواد ته هم د افغانستان د جنوبي سیمو له خوا د راغلو سخت دریځو د پټنځای په سترګه کتل کیږي.