1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کې د افغانستان د سولي غونډه

۱۳۹۴ بهمن ۲, جمعه

د رسنیو د راپورونو له مخې افغان طالبان په قطر کې د افغانستان په هکله د سولې په یوه بحث کې برخه اخلي، خو د سولې د خبرو اترو په یوه رسمي غوڼده کې له گډون څخه اوس ډډه کوي.

https://p.dw.com/p/1Hi9d
انځور: AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس په یوه راپور کې راغلي دي چې د شنبه په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنوري ۲۳ مه) په قطر کې د افغانستان د سولې په هکله د مدني ټولنو او کارپوهانو یوه غونډه رابلل شوې.

ویل شوي دي چې په دغه غونډه کې د مختلفو هیوادونو کارپوهان او د مدني ټولنې استازي گډون کوي.

آژانس په خپل راپور کې یادونه کوي چې د افغان طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د ایميل له لاري خبر ورکړی دی چې د هغوی استازي به هم په دغه بحث کې گډون وکړي، خو د هغه د وینا له مخې د سولي د خبرو اترو په اړه په یوه رسمي غونډه کې هغوی له گډون څخه ډډه کوي.

د سولي په اړه له «کارپوهانو سره د بحث» دغه غونډه د یو غیر حکومتی سازمان، «پوگواش» له خوا جوړه شوې ده. د «پوگواش» په ابتکار په دې غونډه کې، د طالبانو د ویاند د وینا له مخې «نور اړخونه او هیوادونه» هم گډون لري.

د پوگواش کنفرانس په ۱۹۹۵م کال کې د نړیوالو شخړو د حل له پاره د خپلو هڅو په خاطر د نوبل جایزه وگټله. دغه سازمان د ۲۰۱۵م کال په می مياشت کې طالبان او د افغان حکومت استازي په یوه غوڼده کې سره راټول کړل.

دا چې د قطر په داسي یوه غونډه کې به بیا هم د افغان حکومت استازي گډون وکړي که نه، تر اوسه پوري معلومه نه ده.

د جنوري میاشتې پر یولسمه په اسلام اباد کې او وروسته د جنوري پر ۱۸ په کابل کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو نوي هڅي پيل کړې، څو طالبان د سولي د خبرو اترو مېز ته کښېنوي.

د آلمان خبري آژانس (dpa) په راپور کې راغلي دي چې د طالبانو ویاند ذبیح االله مجاهد، د یادوني له مخي د «کارپوهانو» په دغه کنفرانس کې به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر غړي گډون وکړي.

د مجاهد د وینا له مخې طالبان غواړي چې له دغه کنفرانس څخه په استفادې سره خپلې « قانوني غوښتني او خپل نړیوال سیاست په مستقیم ډول وړاندي کړي.»