1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په كندهار كښى د شهيد عظيم الله د ښوونځي پراختيا

۱۳۸۷ مهر ۴, پنجشنبه

په کندهار کې د يوه ښوو نځي زرهاوو تنه تنكى زده كونكي د دوبى د ګرمۍ او د ژمى د يخنۍ څخه وساتل شول.

https://p.dw.com/p/FOtH
انځور: AP

دغه زرهاوو تنه په كندهار كښى د شهيد عظيم الله د ښوونځي زده كونكى دي. چه د څه باندي يولك امريكائ ډالرو په لګښت درسى خوني ورته جوړى اوګټى آخيستنى ته چمتو شوي.

د كندهارد پوهڼى د رياست د ساختمانى چارو مسؤل روح الله د دغى ښوونځي لګښت د ښوونى اوروزنى له عادى بوديجى څخه بولي.

بله خوا د پوهڼى د رياست د ادارى مسؤل په وينا چه په دغه 8 درسى خونو كښى په زرهاوو تنه تنكى نجونى او هلكان خپلو زده كړوته به دوام وركړي.

دا چه د ښوونى او روزنى وزارت زيربنائ كارونوته مخه كړيده. د كندهارد ښوونى او روزنى رئيس محمد انورخان وائ چه په دغه ولايت كښى همدا اوس د ډيرو نورو ښوونځيو د جوړنى او رغونى كارونه جريان لرى. چه د ده په وينا په همدا نږديو كښى به دغه ښوونځي هم ګټى آخيستنى ته چمتوسى. او هڅه به مو دا وى چه خپلو شا ګردانوته آرامه فضاء رامينځته كړو، ترڅو دوي په آرامو اعصابو باندى خپلى زده كړى پرمخ بوزي.

د يادونى وړده، كه څه هم د ښوونى اوروزنى وزارت د ښوونځيو د اساسى بيارغونى په ډګركښى د پام وړ كارونه كړى اوكوی، خو د ليرى پرتو سيمو د ښوونځيو لپاره د امنيت نشتوالي، په تعليمى نصاب كښى كمبودات، او د مسلكى ښوونكو كمي داسى ستونزي دي چه د پوهڼى وزارت يې په له مينځه وړلو كښى پاتى راغلي دي.