په لاهور کې ځانمرګي برید سخته مرگ ژوبله اړولې

د پاکستان چارواکو ویلي دي چې په لاهور کې یوه ځانمرګي بریدګر لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي او چې زیاتره یې پولیس دي. په دې برید سره د لاهور نسبي امنیت بیا خراب شو.

د پولیسو یوه چارواکي وویل چې دغه برید د لاهور ښار د ټکنالوجۍ پارک ته څیرمه شوی او پکې پولیس په نخښه شوي. دې چارواکي وویل چې دغو پولیسو ته دنده سپارله شوې وه چې دغه سیمه د لاس خرڅوونکو له شتونه پاکه کړي.

د پاکستان د ۱۱۲۲ ژغورنې خدماتو ویاند وویل چې اوسمهال د دې چاودنې له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۱۶ تنو ته رسیدلی او ۲۰ نور پکښې ټپیان شوي دي.

خو پوليسو ويلي دي چي په چاودنه کي د وژل شوو کسانو شمېر ۲۵ او ۴۰ نور پکښې ټپيان شوي دي.

په پاکستان او بیا په ځانګړې توګه د افغانستان پولې ته څیرمه د دې هیواد په قبایلي سیمو کې بمي چاودنې وخت نا وخته ترسره کیږي. خو په دې وروستیو کې په لاهور ښار کې ورته بریدونه کم شوي ول.

د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو مشر، حیدر اشرف وايي چې دغه برید یو ځانمرګی وو او هدف یې پولیس ول. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو دې ته ورته بریدونه زیاتره پاکستاني طالبان کوي.

تر چاودنې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار، ویلي دي چې د برید زیاتره قربانیان پولیس دي او امکان لري چې د تلفاتو شمیر زيات شي.

په عین وخت کې د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی او ټپیانو ته یې د غوره روغتیايي خدماتو د ورکړې ډاډ ورکړی دی.

د روان کال په اپریل میاشت کې په همدې لاهور ښار کې یوه ځانمرګي برید د دې هیواد د احصايي یوه ډله په نخښه کړه چې له امله یې شپږ کسان ووژل شول او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.

rtre,dpa/K.H

زموږ له ارشيف څخه:

د پاکستان لومړۍ بم شنډونکې آفسره

د ترهگرۍ ضد جگړه

۲۹ کلنې رافعې، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې کله د پولیسو په لیکو کې شامله شوه، نو هغه مهال به په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ د ترهگرۍ پیښې کیدې: «پولیس په لیکو کې د دندې د پیلیدو په لومړیو ورځو کې د سیشن محکمې (ابتدایي محکمه) مخې ته بمي برید شوی وو. هماغه وخت مې پریکړه وکړه چې د بمونو د شنډولو څانگې برخه وگرځم.»

د پاکستان لومړۍ بم شنډونکې آفسره

د پولیسو په څو عملیاتو کې گډون

رافعه چې د نړیوالو اړیکو په برخه کې لوړي زده کړي کړي دي د پولیسو په څو عملیاتو کې يې برخه هم اخیستي ده. د پیښور متني، سیمه یو وخت د ترهگرو په ولکه کې وه. په دغه سیمه کې رافعه له پوځ او نیمه پوځي ملیشو سره په عملیاتو کې برخه اخیستې وه چې سیمه له ترهگرو پاکه کړي.

د پاکستان لومړۍ بم شنډونکې آفسره

د ډاکټر انتخاب عالم آزادول

د ترهگرو له ولکې څخه د ډاکټر انتخاب عالم، د آزادولو په عملیاتو کې هم رافعې برخه اخیستې وه. په دې هکله هغې دویچه ویله ته وویل: «د ډاکټر انتخاب عالم د خلاصون له پاره درې ورځې عملیات وشول. په دغو عملیاتو کې له۴۰ پولیسو سره زه یوازنۍ پولیسه وم.»

د پاکستان لومړۍ بم شنډونکې آفسره

په لاس جوړ شوو بمونو شنډول

رافعه وايي چې دوه وارې یې په لاس جوړ شوي بمونه شنډ کړي دي. هغه وایي چې په زده کړو کې ورته ښوول شوي دي چې په ډیر کم وخت کې څرنگه د لوی زیان مخه ونیول شي.

د پاکستان لومړۍ بم شنډونکې آفسره

د خیبر پښتونخوا پولیسو په لیکه کې

رافعه وایي چې په دې ویاړي چې د خیبر پښتونخوا له پولیسو سره کار کوي او په ډیرو کمو وسایلو سره یې د ترهگرو پوره مقابله کړې ده.

د پاکستان لومړۍ بم شنډونکې آفسره

د ترهگرو خطر اوس هم شته

رافعه وایي چې د خیبر پښتونخوا په گډون ټول پاکستان کې د امنیت په برخه کې ښه والی راغلی دی، خو اوس هم د ترهگرو پيښو خطر شته. هغه وایي د خپل هیواد له پاره هر ډول قربانۍ ته چمتو ده.

د پاکستان لومړۍ بم شنډونکې آفسره

نورې نجونې هم د رافعې لار نیسي

رافعې ته په کتو سره په خیبر پښتونخوا کې یوولسو نورو نجونو هم د بم شنډولو په برخه کې زده کړي پېل کړي.

موږ تعقيب کړئ