1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لایپزيک کښي د کتابونو نندارتون پرانیستل سو

۱۳۹۰ اسفند ۲۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14L9c

د جرمني د لایپزیک په ښار کی د کتابونو نندارتون پرانیستل سو. د پنجشنبې د ورځي څخه لیدونکی کولای سی د دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي. د مارچ تر اتلسمی نېټې پوری به په دغه نندارتون کی د ۴۴ هیوادونو څخه ۲۰۰۰ آلمانی او بین المللی لیکوالان خپلی لیکني نندارې ته وړاندي کړي چی په هغو کی به زیاتره کسان د شرقی اروپا د هیوادونو ، لکه پولند ، اوکراین او سپینې روسیې څخه وي. د فرانکفورت ام ماین د نندارتون تر څنګه د لایپزیک دغه نندارتون هم د آلمان د مهمو نندارتونونو څخه شمېرل کیږي.