1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لبيا، سوريه اويمن کي واکمن رژيمونه تر فشار لاندی دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳, شنبه

د عربي نړي ولسونه نور مطلق العنان رژيمونه ځغملي نه شي. تر دغه شعار لاندي پرون په سوريه او يمن کي په لس ګونه زره خلک سړکونو ته ووتل. په لبيا کي د جګړي اوربل دي، خو د قذافي رژيم له قدرت څخه لاس نه اخلي

https://p.dw.com/p/112t1
د يمن احتجاج
د يمن احتجاجانځور: picture-alliance/dpa


په لبيا کي د قذافي د رژيم پر ضد د ياغيانو او د ناتو د هوايي حملو فشارونه وار په وار زياتيږي، څرنګه چي اوس قذافي خپلو ځواکونو ته امر کړي چي د مصراته له ښار څخه شاتګ وکړي، خو دا چي له دي سره به د لبيا خونړي کړکيچ ته خاتمه ورکړاي شي، داسي ژر يي ګمان نه کيږي. ياغيان د رژيم نسکورل غواړي.

دغسي غوښتني پرون د جمعي د لمانځه څخه وروسته په سوريه او يمن کي هم د لس ګونو زرو خلکو له خوا وشوي.

خو د دواړو رژيمونو واکمنانو بشار الاسد او صالح عبدالله د احتجاج کونکو غوښتنو ته د برچي په زور ځواب ورکړ.

د سوريي په مختلفو ښارونو کي په لس ګونوز زره خلک په لاريونو لاس پوري کړ او د بعث د ګوند د واکمني د پاي لپاره غوښتنه وکړه. خو د بشار الاسد د رژيم امنیتی ځواکونو په هغوي ډزي وکړي.

د وروستيو رپوټونوله مخی د سوريي په احتجاجونو کي لږ تر لږه 88 کسان وژل شوي دي. ويل کيږي وروسته له هغي چي بشارالاسد د پنجشنبه په ورځ 50 کلن اضطرار حالت ليري کړ ، دا د رژيم ضد احتجاجونو په لړي کي تر ټولو خونړي ؤ.

په يمن کي هم حالات کړکیچ پاتی دی

په يمن کي هم پرون د جمعي له لمانځه څخه وروسته په لس ګونو زره خلک سړکونو ته ووتل او د علی صالح عبدالله د واکمني د پاي ته رسولو لپاره غوښتني وکړي.

مظاهره کونکو د رژيم مشر، صالح ته 30 ورځي وخت ورکړ چي له قدرت څخه لاس واخلي او له خپلي کورني سره دي له يمن څخه ووځي او په کوم بل هيواد کي دي د پناه غوښتنه وکړي.

په مظاهره کونکو کي کورني له خپلو ماشومانو سره هم ګډون کړي او وويل چي نور هغوي دغه رژيم ځغملي نه شي.

هغوي يو شمير شعارونه پورته کړي ؤ چي په کي ليکل شوي دي:

« زمونږ لپاره نور ننګ و عار دی چي صالح د يمن د واکمني تاج پر سر ولري.»

د خليج د دولتونو شورا د يمن ولسمشر ته دري مياشتي وخت ورکړی چي د خلکو غوښتنو ته په سوليزه توګه ځواب ورکړي او له قدرت څخه لاس واخلي.

عبدالله صالح په احتياط سره له دي وړانيز څخه هرکلي کړي او پرون يي د خپلو پلويانو يوي مظاهري ته وويل : « هر هغه اقدام چي نيول کيږي بايد د يمن د اساسي قانون په چوکاټ کي وي».

دا هغه يوه توجیه ده چي نوموړي ته موقع برابروی ترڅو د خليج د دولتونو د همکاري د شورا وړانديز رد کړي. هغه وويل چي نوموړی به د هري ننګوني په وړاندي ودريږي، خو « پرته له دي چي د چا ويني تويي کړي».

د يمن ولسمشر چي له څه د پاسه دری لسيزو را په دي خوا هلته حکومت کوي وويل: «نن کيداي شي چي سړي له ټوپک څخه کار واخلي، خو سباته د ټوپک په زور حکومت نه کيږي. مونږ د جګړي مخالف يو.»

عبدالله صالح له دي جملو سره وغوښتل چی د خپلی واکمنی موده اوږده کړی او نړیوال فشار دفع کړی. خو د يمن د ديموکراسي د غورځنګ غړي د خليج د دولتونو د همکاري د شورا پلان چي دري مياشتي صالح ته یی د کړکيچ د حل لپاره وخت ورکړي ناکام بولي.

په پرونی مظاهره کی هغوی وویل: « مونږ فکر کاوه چي د خليج دولتونه زمونږ تر شا ولاړ دي، داسي ښکاري چي هغوي اوس زمونږ په مخالف لوري قرار لري. د هغوي د منځګړيتوب وړانديز يواځي صالح سره مرسته کوي. په دي وجه مونږ هغه نه ور سره منو»

هغوي وويل دري مياشتي ډير وخت دي، عبدالله صالح بايد سمدلاسه له قدرت څخه لاس واخلي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزی