1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان او خوست ولايتونو کي سيلابونو ۲۱ کسه وژلي دي

۱۳۸۹ مرداد ۶, چهارشنبه

په تيرو دوو ورځو کي د لغمان او خوست ولايتونو په بيلابيلو ولسواليو کي د سختو اورښتونو او سيلابونو د راتلو له امله تر۴۰ ډير کسان وژل سوي او ټپيان سوي دي او يو شمېر خلک هم ورک دي.

https://p.dw.com/p/OWvT
د خلکو په وينا د استوګنوکورونه ځمکي، دوکانونه او نورعام المنفعه شتمني زيانمني سوي دي.
د خلکو په وينا د استوګنوکورونه ځمکي، دوکانونه او نورعام المنفعه شتمني زيانمني سوي دي.انځور: DW

د لغمان ولايت په بيلابيلو ولسواليوکي د چارشنبې په شپه د سختو اورښتونو له امله سيلابونو د خلکو د سر پر زيانونو سربيره درانده مالي زيانونه هم اړولي دي.

د لغمان ولايت د طبيعي پیـــښو سره د مبارزې رييس محمد نعيم حيدري وايي: دغه سيلابونه پر مرکزسربيره د الينګار، اليشنګ، قرغيواو دولت شاه په ولسواليو کي تاوانونو رسولي دي.

دده په ويناددغوسيلابونوله امله ۱۱ تنه مړه سوي او د شپږو کيبلي او يو اساسي پل سربيره يې په لسګونو د استوګنوکورونه او په زرګونه جريبه کرهڼيزه ځمکه له منځه وړېده.

د سيمي سيلاب ځپلو خلکو المان ږغ راډیو ته وويل چي پدغو ســـيلابونو کي د سر پر زيانونو سربيره درانده مالي زيانونه هم ور اوښتي دي.

د خلکو په وينا د استوګنوکورونه ځمکي، دوکانونه او نورعام المنفعه شتمني زيانمني سوي دي.

بله خوا د خوست ولايت په موسى خيلو ولسوالۍ کي هم د سختو بارانونو او سيلابونو له امله يوشمېر کسان وژل سوي،او ځيني يې لا درکه دي.

تېره ورځ د نوموړي ولسوالۍ څخه خوست ښار ته يو شمېر راغليوکسانو المان ږغ راډيوته وويل چي د تېرو څو ورځو راهيسي د سيلابونو د راتلو له امله د شلو څخه زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولي او ګڼ شمېر کورونه، دوکانونه او موټرونه يې له

منځه وړي دي.

د موسي خيلو ولسوالۍ اوسيدونکو زياته کړې چي تر دې مهال ورسره چا مرسته نه ده کړې.

موسى خيل د خوست ولايت د ليري پرتو سيمو څخه ده چي د پکتيا ولايت د جانيخلو ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

د موسي خيلو ولسوالۍ اوسيدونکو زياته کړې چي تر دې مهال ورسره چا مرسته نه ده کړې
د موسي خيلو ولسوالۍ اوسيدونکو زياته کړې چي تر دې مهال ورسره چا مرسته نه ده کړېانځور: DW

د سيمي اوسيدونکو وويل چي د موسى خيلو ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کي تر ۲۰زيات کسان د سيلابونو له امله مړه او ژوبل سوي دي. دوﺉ وايي چي تر دې مهال چا ورسره مرسته نه ده کړي او خوست ښار ته يې د راتلو لاره هم بنده ده.

د خوست ولايت د طبعي پېښو سره د مبارزې رييس انجنيراكبر وايي چي د دغه ولايت د موسى خېلو ولسوالۍ د غلنګ په سيمه كي شپږ كسان لا دركه سوي چي

تر اوسه يې د درو مړي موندل سوي او درې نور يې اوس هم لا دركه دي.

د انجنيراكبر په خبره بارانونه د خوست په ټولوسيموكي سوي او تراوسه ورته د هرې سيمې راپورنه دي رسيدلي، د هغه په خبره كيداى سي چي د سيلابونو له امله د زيان كچه تر دې هم ډيره سي.

تير کال هم د خوست ولايت په موسى خيلو ولسوالۍ کي د ورته سيلابونو د راتلو له امله د سيمي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ول.

شمع/ فريدالله

کتونکی. زيارمل