1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کې د سبزيو نوې مارکيټ

۱۳۸۸ مرداد ۲۷, سه‌شنبه

د لغمان ولايت د مركز په يو نيم كيلومترۍ واټن كې د سبزيو لپاره يو منډيي يا ماركيټ جوړشوى. د دغه منډيي كار چې تير كال پيل شوى ؤ سږ كال يې كارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

https://p.dw.com/p/JDYS
انځور: DW

دغه منډيي په څلور زره متره مربع ځمكه كې ودان شوى چې ۶۸ هټۍ او ۱۵ تشنابونه لري. مالي لګښت يې د امريكې د متحده ايالتونو د پراختيايي ادارې(يو، اس، ايډ) لخوا وركړل شوى. د دې مڼديي په جوړيدو سره د لغمان ولايت په زرهاوو بزګرانو په ځانګړي توګه د اليشنګ او الينګار د ولسواليو د بزګرانو او كروندګرو لپاره دا آسانتيا برابره شوې چې خپل كرهڼيز محصولات د خرڅلاو په موخه دغه منډيي ته راوړي.

د لغمان ولايت د ښاروالۍ لخوا په نوموړي ولايت كې د سبزيو يو منډيې يا ماركيټ جوړشوى. د سبزيو دغه منډيې چې ۶۸ هټۍ او ۱۵ تشنابونه لري د امريكې د متحده ايالتونو د پراختيايي ادارې يو، اس، ايډ په مالي مرسته ودان شوى چې په جوړيدو سره يې د لغمان ولايت د شاوخوا ولسواليو په ځانګړي توګه د الينګار او اليشنګ د ولسواليو د بزګرانو د كرهڼيزو محصولاتو لپاره د خرڅلاو يو وړ او مناسب ماركيټ دى.

د لغمان ولايت د ښاروالۍ د چارواكو په وينا د سبزيو دغه منډيي په څلور زره متره مربع ځمكه كې ودان شوى چې د لغمان ولايت له زوړ ښار څخه يو نيم كيلومتره واټن لري.

د لغمان په ولايت كې د سبزيو د منډيي د جوړيدو كار چې تير كال پيل شوى ؤ د جوړيدو كارونه يې د يو خصوصي شركت لخوا پرمخ ولاړل او تيره مياشت يې كارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو . د دغه منډيي په جوړيدو سره له يوې خوا زرهاوو تنو بزګرانو لپاره د هغوى د كرهڼيزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره يو مناسب ځاى پيدا شو او له بلې خوا تر دې د مخه بزګرانو خپل كرهڼيزمحصولات د خرڅلاو لپاره د مهترلام ښار ته ليږدول چې د نوموړي ښار د اوسيدونكو په وينا د ښار ډيره برخه به د سبزيو د ليږد راليږد له امله ككړيدله خو اوس د نوي منډيي په جوړيدو سره له يوې خوا د ښار په پاكوالي يې اغيزه كړيده او له بلې خوا بزګران كولاى شي په يو ټاكلي ځاى كې خپل كرهڼيز محصولات خرڅلاو ته وړاندې كړي.

د لغمان ولايت د سبزيو د لوى ماركيټ مسوول انجنير نصيب د سبزيو د منډيي د جوړيدو د مهموالي په اړوند وايي چې، اوس بزګران كولاى شي له ولسواليو څخه خپل كرهڼيز محصولات دغه منډيي ته راوليږدوي او په ډاډه زړه يې خرڅلاو ته وړاندې كړي.

دلغمان ولايت يو تن اوسيدونكى وايي چې: په دې منډيي كې به د ډيرو خلكو لپاره د كار كولو زمينه برابره شي او د سبزيو د سوداګرۍ په يو لوى مركز به بدل شي .

د لغمان ولايتې يو بل تن اوسيدونكى د سبزي منډيي له جوړيدو څخه خوښي څرګندوي او وايي چې : اوس دى كولاى شي په همدې منډيي كې كار وكړي او خپلې كورنۍ لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيدا كړي . دى وايي چې د ده په شان يو زيات شمير كسان د سبزي په منډيي كې په كار بوخت دي.

يو تن هټئ وال وايي چې، د دغه منډيي هټئ په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي او دوى كولاى شي په ډاډه زړه خپل كارو بار ته ادامه وركړي. د منډيي انګړ دومره لوى دى چې د هرې هټئ مخې ته په ډيرې آسانۍ ګاډي تلى شي.

د لغمان ولايت د سبزي منډيي په جوړيدو سره اوس د دې ولايت بزګران او كروند ګر دې ته اړ ندي چې خپل كرهڼيز محصولات ننګرهار ولايت يا نورو ولايتونو ته د خرڅلاو په موخه وليږدوي، ځكه وروسته لدې څخه د ګاونډيو ولايتونو سوداګر دې ته اړ دي تر څو د راز راز سبزيو د پيرودنې لپاره نوموړي ولايت ته ورشي.

انور برى پال

کتونکی: يحيی وردک