1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په لغمان کې موټربم دوه کسان وژلي او ډېر ماشومان ټپيان دي

۱۳۹۸ مهر ۲۴, چهارشنبه

د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ مخې ته په موټربم برید کې دوه سرتیري وژل شوي او ۲۶ کسان ټپيان شوي دي چي ۲۰ پکښې ماشومان دي.

https://p.dw.com/p/3RMSH
انځور له آرشيف څخه
انځور له آرشيف څخهانځور: picture-alliance/AP Photo

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي دويچه ويله ته وويل چي چاودنه نن د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د یوه مازدا موټر په وسیله شوې، چې ولسوالۍ ته نیږدې یوه مسجد او مدرسه کې تر شلو پورې زده کوونکي ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې دا شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي تغیرات پکې راشي.

په سیمه کې عیني شاهدانو وويل چې په چاودنه کې د یو شمېر سرتېرو په ګډون ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې او نیږدې کورونه او مدرسه هم زیانمنه شوې ده.

د الیشنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبیدالله دویچه ويله ته وویل چې په چاودنه کې یو ملکي وګړی او دوه سرتیري وژل شوي او د یوه ملا امام په ګډون شپږ کسان ژوبل شوي دي.

په ورته وخت کې د لغمان د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې له دغې پېښې د لغمان مرکزي روغتون ته یوه مېرمن او دولس ماشومان وروړل شوي دي، چې ټول ټپیان او روغتیايي حالت يې ښه دی.

د دغې چاودنې مسئولیت تر اوسه پوري کومې وسله والي ډلې نه دی منلی؛ خو د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په ګډون ډېرو نورو ولسواليو کې وسله وال طالبان فعالیت لري.

اميد ديدار