1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کې ولسي پاڅون پراخ شوی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبه

افغان چارواکي وایي چې په لغمان ولایت کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون لمن پراخه شوې ده. خو یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې کیدای شي پخپله پاڅون کوونکي په راتلونکي کې د دولت له پاره ستونزې رامنځ ته کړي. (ارشیف انځور)

https://p.dw.com/p/15lao
انځور: DW

د لغمان د امنیې قوماندان او خلکو ویلي دي چې طالبانو پر ضد د پیل شوي ولسي کمپاین لمن له علیشنګ ولسوالۍ څخه علينګار، دولت شاه او ډیرو نورو لیرې پرتو سیمو ته پراخه شوې ده. دغه ډول پاڅونونه لومړی ځل د غزني له ولایت څخه پیل شول.

د لغمان ولایت خلک وايي چې دوی ټول د نا امنۍ او بې عدالتي د ختمولو له پاره ولسي پاڅون ته چمتو دي. د دغه ولایت دوو تنو اوسیدونکو له دویچه ویله (المان غږ) سره په خبرو کې وویل چې اوس نه یوازې د دولت شاه، علیشنګ او علينګار ولسوالۍ اوسیدونکي بلکې د دې ولایت د ډیرو نورو سیمو خلک دې ته چمتو دي چې طالبان له خپلو سیمو څخه وشړي. هغوی وایي چې دولت باید د دوی دپاڅون ملاتړ وکړي.

ویل کیږي چې په پاڅون کوونکو کې د پخوانیو جهادي ډلو ټپلو یو شمیر قوماندانان او چریکان هم شامل دي. خو داسې گنگوسې هم شته چې کیدای شي دغه کسان غواړي په دغه سیمه کې خپل نفوذ پیاوړی کړي او حالات د گډوډۍ په لور بوزي.

د افغانستان د سیاسي چارو مبصر کوهستاني وایي چې کیدای شي چې دا د پخوانیو سیمه ییزو وسله والو ځواکونو قوماندانان وي چې غواړي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، خپل نفوذ ټینګ کړي.

نوموړی وايي چې حکومت اوس منظم ځواکونه لري او د دغه شان پاڅونونو هڅولو ته هیڅ راز اړتیا نه لیدل کیږي:

«دا د تشویش وړ ده چې موږ اوس پولیسو لرو او سیمه ییز ځواکونه لرو خو افغان دولت پاڅونونه هڅوي. دا په تاریخ کې یوه ناکامه تجربه ده او دا به ناورین رامنځ ته کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي، دویچه ویله ته وویل چې دا ولسي پاڅونونه دي او ولس تل د هیواد په امنیت ټینگولو کې له حکومتونو سره مرسته کړې ده.

صدیقي زیاته کړه چې افغان حکومت په افغانستان کې ټول خوځښتونه له نزدې څاري او د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د سولي، ثبات او پرمختګ لامل وگرځي:

«دا پاڅونونه د طالبانو د ظلم پر وړاندې دي. دا ښيي چې د طالبانو د ستم او ظلم پر وړاندې د خلکو د صبر کاسه نسکوره شوې ده. هغوی خلک په عام محضر کې وژني او ښوونځي سوځوي. دا کار ولسونو ته د زغم وړ نه دئ.»

د مې د میاشتې له نیمایي راهیسې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې دغه شان پاڅونونه پیل شوي دي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش