1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغمان کې څلور یاغیان او دوه پولیس وژل شوي

۱۳۹۶ تیر ۲۰, سه‌شنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې طالبانو په لغمان ولایت کې پر یوې امنیتي پوستې باندې برید کړی او دوه پولیس یې وژلي دي. په پېښه کې د ۷ ملکيانو د هم وژل کېدنې خبر هم ورکول شوی.

https://p.dw.com/p/2gJ3Q
Afghanistan Kämpfe in der Provinz Laghman
آرشيف انځورانځور: Reuters/Parwiz

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک، ویلي دي چې پېښه د علي شینګ په وسلوالۍ کې د دوشنبې په شپه (د ۲۰۱۷کال د جولای ۱۰ مه نېټه) رامنځ ته شوې ده. د ځواک په خبره د پولیسو پر پوستې باندې د طالبانو برید دوه ساعته دوام وکړ چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ملکي وګړي ووژل شول.

د اسوشيېتد پرېس خبري آژانس د خبر له مخي دغه افغان چارواکي ويلي چي تر برید وروسته سیمې ته اضافي سرتیري استول شوي دي چې له کبله یې افغان امنیتي ځواکونه وتوانیدل تر سختې جګړې وروسته طالبان پر شا وتنبوي.

ځواک روښانه کړې ده چې په نښتو کې د طالبانو ځايي قوماندان ادم خان، او څلور تنه نور یاغیان هم په نښتو کې وژل شوي دي. طالبانو لا تر اوسه پورې د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.