1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لغما ن کی د برښنا یو ه ودانی

۱۳۸۷ خرداد ۸, چهارشنبه

دلغمان په ولايت کې د دولس ميلونوامريکايي ډالرو پرارزښت دشپاړلسوميګا واټو په ظرفيت د بريښنا د ذحيره کولو لپار د يو سب ستيشن وداني جوړولو دبنسټ ډبره کيښـودل شوه،

https://p.dw.com/p/E7dg
د تيلو د ځراغ پر څای برښنا
د تيلو د ځراغ پر څای برښناانځور: AP

د لغمان ولايت د مهترلام په ښار کې د يوي غونډي پرمهال دهېواد د اوبو اوبريـښنا وزيرمحمداسماعيل خان لخواد شپاړلسوميګا واټوپه ظرفيت دبريښنا ديوسب ستيشن لپاره دوداني جوړولودبنسټ ډبره کيـښودل شوه،دبريښناوزيروايي چې دغه بريـښنا د شپږ نوي کيلومترو په واټن د کابل ولايت دنغلو اوسروبي دبريښـنا له بندونو څخه را ليږدول کيږي چې دلغمان ټول ولايت ته به بريښنا ورکړي،دهېواددبريـښنا وزير محمد اسمعيل خان وايي په دغه پروژه باندي دولس ميلونه امريکايي ډالره لګښت راځي چې دنړيوال پرمختيايي بانک لخوا دقرضيي په شکل ورکول کيږي چې کار به يي د پنځلس مياشتو په اوږدوکې بشپړ اود ګټي اخيستو لپاره د خلکو په واک کې ورکړل شي،

کليپ

د لغمان ولايت د ولايتي شورا وکيل ګلزار سنګروال د بريـښنا ددغه سب ستيشن د پرانيستو پر مهال وويل چې دا لومړي ځل دي چې دلغمان دخلکو لپاره يوګام پورته کيږي،نوموړي په پلازميني کابل کې ديوشميرلوړو پوړو چارواکو څخه ګيله وکړه چې ددغه ولايت دپرمختګ لپاره کارونه نه ترسره کوي،نوموړي ددولتي مئسولينو څخه غوښتنه وکړه چې د لغمان په ولايت کې د اوبو بندونه جوړ کړي چې د خلکو دبريښناترڅنګ دځمکو خړوبولو ستونزه هم هواره شي،په ولسي جرګه کې دلغمان ولايت د خلکو استازي مولوي سعيدالرحمن د بريښـنا ددغه سب ستيشن د پرانيستو پرمهال وويل چې د بريښـنا وزارت ددغه ګام له امله خوشاله دي چې په لغمان کې هم د خلکو دروښنايي ستونزه ورسره حل کيږي،نوموړي زياتوي چې اوبه په نړي کې لوي نعمت ګڼل کيږي خو په لغمان کې خلکو ته ستونزي را ولاړي، د مولوي سعيد الرحمن په وينا په دغه ولايت کې هرکال د خلکو په سل ګونو جريبه کرنيزه ځمکه د سيلابونو له امله له منځه وړل کيږي خو د دولت لخوا ورته هيڅ پاملرنه نشته،نوموړي دافغان دولت داوبو اوبريښنا وزارت له مئسولينو څخه غوښتنه وکړه چې د لغمان ولايت د الينګار په ولسوالۍ کې د قلعه ګوش او د اليشنګ ولسوالۍ د وطن ګټو په سيمو کې د اوبو بندونه جوړ کړي ترڅو له يوي خوابريښـنا توليدکړي او له بلي خوا په لغمان کې د خلکو کرنيزي ځمکي د خونړيو سيلا بونو له ګواښ څخه خلاصي او ډاګونه خړوب شي،دلغمان والي لطف الله مشعل هم دولايتي شورا او په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو د خبرو په تاييد وويل چې پدغه ولايت کې رښتيا هم د قلعه ګوش او د وطن ګټو په سيمو کې د اوبو بندونو جوړول ډير اړين دي ترڅو د خلکو د اوبو لګولو ستونزه هواره شي،لطف الله مشعل د لغمان ولايت ته د بريښنا د وزير محمد اسما عيل خان راتګ وستايه او زياته يي کړه چې پدغه ولايت کې د بريـښنا د سب ستيشن له جوړيدو او بريـښنا د راتلو سره به دخلکو په ژوند کې يو نوي بدلون رامنځ ته شي،نوموړي وايي ددغه بريښـنا شپږ ميګا واټه به دخلکودروښنايي او پاتي لس ميګا واټه به د توليدي او نورو فابريکوکي استعمال شي چې د خلکو ژوند به ورسره په هر لحاظ ښه او پرمختګونه به رامنځ ته شي ،

کليپ

د لغمان په ولايت کې تر دي وړاندي کومه د بريـښنا پروژه نه وه موجوده اوخلکو به د څراغونو څخه ګټه پورته کوله نوديو شمير خلکوپه اند که دغه پروژه پلي شي نو په سيمه کې به ډير بدلونه رامنځ ته او خلک به د ژوند له يو نوي پړاوو سره بلد شي،