1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لندن کي نوو ترهګر بريدونو ۶ انسانان وژلي

۱۳۹۶ خرداد ۱۴, یکشنبه

د بريتانيې په پلازمېنه لندن کي د کوچنۍ لارۍ او چاړې په پريدونو کي مرګ ژوبله رامنځ ته سوې ده. د کوچنۍ لارۍ په مرسته بريد د لندن په مشهور پل کي او د چاړې بريد د بورو په بازار کي رامنځ ته سوی دی.

https://p.dw.com/p/2e6Ti
England Vorfall auf der London Bridge Mehrere Fußgänger angefahren
انځور: Reuters/H. McKay

په لندن کي په دوو بريدونو کي د ۳ بريدګرو په شمول ۹ انسانان وژل سوي دي. لږ تر لږه ۴۸ انسانان ژوبل سوي او روغتونونو ته وړل سوي دي. يو شمېر کسان د بريدونو په ځايونو کي درملنه سوي دي. د ځايي وخت ماخستن په لږ باندي لسو بجو د لندن له پل څخه تليفون وسو. هلته يو شمېر انسانا تر يوې کوچنۍ لارۍ موټر لاندي سوي ول. وروسته د ساعت تېري په يوه سیمه کي د چاړې يا چاقو په مرسته د بريد پېښه رامنځ ته سوه.

د بريتانيې پوليسو وويل چي دواړي پيښي چي د لندن په مرکزي برخه کی رامنځ ته سوي، ترهګر بريدونه ول. دا چي ايا د دواړو بريدونو تر منځ تړاو سته که نه، لا نه ده څرګنده سوې.

لومړۍ پېښه د لندن پر مشهور پل هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د کوچنۍ لارۍ موټر يو چلوونکي خپل موټر د پليو پر لاره پر لارويانو ور برابر کړ او يو شمېر انسانان يې په موټر ووهل. د دې تر څنګ راپورونه ورکول سول چي پر دغه پل پر لارويانو د چاړو وارونه هم سوي دي. د عيني شاهدانو په وينا موټروان په هدفمندانه توګه لارويان په موټر ووهل.

ويل سوي چي دغه موټرو وروسته د لندن بورو نومي بازار ته ولاړ او له هغه ځايه د چاړي په مرسته د وارونو راپور ورکول سو. دغه سيمه د تفريحي ځايونو، ميخانو او ريستورانتو له پاره مشهوره ده. پوليسو ويلي چي په دغه پيښه کي ډزي هم سوي دي.

د پوليسو په وينا په يادو دواړو بريدونو کي ۶ انسانان وژل سوي دي. زياته سوې چي په دې ترڅ کي درې بريدګر هم د پوليسو له خوا په ډزو له منځه وړل سوي دي. د لومړيو تحقيقاتو له مخي درې واړه د پوليسو په ډزو وژل سوي کسان په بريد کي ښکېل ول.

د بريد څخه تر څو ساعته وروسته پوري لا هم د لندن يوه برخه د پوليسو له خوا کلابنده کړل سوې ده. پوليسو په دې ترڅ کي درې کنټرول کړل سوي چاودنې هم کړي دي. 

د امنيتي چارواکو په وينا د واکس هال نومي سيمه کي هم د پوليسو له خوا لوی عمليات تر سره سول. خو دلته د اټکل برخلاف ترهګر بريد نه ؤ رامنځ ته سوي.

د لندن پوليسو پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چي د پيښي په تړاو غواړي چي دقيق معلومات وړاندي کړي. په دې ترڅ کي هغوی پر خلکو ږغ هم کړی چي د پيښي د ځای د «غيرمسؤلانه» انځورونو د خپرولو څخه دي ډه ډه وکړي او د «سالم عقل» څخه دي کار واخلي.

د بريتانيې لومړۍ وزيري تيريسا مې د دغو پيښو څخه د خبرېدو وروسته د امنيت ادارو د استازو د شورا غونډي د يکشنبې د ورځي له پاره راوبلله.